نړۍ

نن به دسعودي ولسمشر ملک عبدالله بن عبدالعزیز ملت ته وینا کوي

malik_abdullah__bin_abdul_aziz(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۱۸) سعودي عرب: ګمان کیږي چي ملک عبدالله به په خپله وینا کی دځیني مهمو وزارتونو دبدلون اعلان هم وکړي، ویل کیږي وزیران چي دبدلولو هیله یی کیږي ددفاع، پوهني اودمذ هبي چارو وزیران وی.

داسوسیټ پریس خبري رسني خبرورکړي چي ملک عبدالله به دفساد دمخنوي اوداساسي خورکی موادو دزیاتولو اوهمدارنګه دځینو نورو مهمو پریکړو اعلانونه هم وکړي.

 

دسعودي عرب ولسمشر په داسي وخت کي ملت ته وینا کوي چي هیواد په ختیځ کي لږکيو شعیه ګانودحکومت په خلاف په مظاهرو اولاریونونو لاس پوري کړیدي اودټولو سیاسی بندیانو دخوشي کولو غوښتنه یی کړیده، چي ډیره یی شعیه مذهبه سعودیان دي.
دهیواد په ختیځه برخه کي هغه وخت خلګوپه مظاهرو لاس پوري کړ، چي سعودي اصلاح غوښتونکو له خلګو څخه دانټرنیټ له لاري غوښتنه کړی وه،  ترڅو دمالي اوسیاسي اصلاحاتو لپاره لارو اوکوڅو ته راووځي ددولت په ضد مظاهري وکړي.
لاریون کونکي له حکومت څخه دسیا سي اومالي اصلاحاتو غوښتنه کوي اوپه هغه ټولو برخو کي یی ددولت پاملرنه غوښتي ده چي په ماضي کي دځوانانو، پوهانو اودټولني دوتلوڅیرو له لوري حکومت ته وړاندي شوي وي.
ملک عبدالله تیره میاشت امریکا ته دتداوي لپاره تللي وه اوپه داسي وخت کي هیواد ته راوګرځیدي چی عربي نړی له یوډول ناارامي اوتغیراتو سره مخ شوي وه، نوموړي هیوادته له رارسیدو سره سمدستي له سعودي ولس سره د ۳۷ ملیارده ډالرو په ارزښت مرسته اعلان کړه
تیرو دوو میاشتو کي عربي نړي  دخلګو مظاهرو اولاریونونو په مخه  را اخیستي وه، اودټونس اومصر ولس وکولای شول ترڅو دخپلوهیوادونو ولسمشران دواک څخه لاس په سرکړي، او په نوره عربي نړي کي لاتراوسه پوري دلاریونونو اومظاهرو لړي دوام لري.
بحرین هیواد کي وضعیت تردي اندازی کړکیچن شویدي چي هیواد یی اړشو ترڅو له   خلیجی هیوادونو څخه د ځواکونو غوښتنه وکړي، اوهغه وه چي تیره ورځ دبحرین هیواد ته خلیجي قواووي دمرستي په ډول راورسیدي، چي سیمه کي ځیني هیوادونه ددغه اقدام مخالفت هم وکړ.
ایراني چارواکوزیاته کړه بحرین ته دخلیجي ځواکونو ننوتل په دبحرین هیواد یوه تاریخي اوسټراتیجي تیروتنه وي، لیبیا کي دشعیه مذهبه حزب الله ګوند هم انديښنه ښودلیده اوبحرین ته دخلیجی قواوو داخلیدل یی دبحرین هیواد تیروتنه بللي ده.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close