د کورنيو چارو لوړ پوړي چارواکي له دندو ګوښه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د کورنيو چارو وزارت درې تنه لوړ پوړي چارواکي له دندو لرې کړل شوي دي او په ځای يې نور ټاکل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت لومړی معين جنرال جانان بارکزی، امنيتي معين جنرال اختر ابراهيمي او له ترورېزم سره د مبارزې مدير نجیب امان له خپلو دندو لرې کړل شوي دي.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې ياد چارواکي د څه له امله له خپلو دندو لرې کړل شوي دي.

څو شيبې وړاندې د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي دې دریو دندو ته د نورو کسانو د ګمارنې خبر ورکړ.

نصرت رحيمي په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې عبدالصبور قانع د کورنيو چارو وزارت د لومړي مرستيال په توګه، خوشال سادات د کورنيو چارو وزارت د ارشد معين په توګه او ماهر يعقوبي له تروريزم سره د مبارزې د رئيس په توګه ټاکلی دی.