نظــر

شهید معلم اول ګل، د ایمان او وفا نمونه

محمد آصف آزاد

الله تعالی په دې ملت په هر دور و زمان کې داسې رجال پیرزو کړي، چې د امت راتلونکو نسلونو ته یې د ویاړ او افتخار کارنامې او شهکارونه پرېیښي. د امت راتلونکو نسلونو ته د لارې ځلنده او روښانه مشالونه دي. او د امت راتلونکو نسلونه ته د مبارزې پرانیستي کتابونه. د همداسې رجالو په قطار کې یو هم شهید معلم اول ګل، هسک او دنګ دی. نن د شهید معلم اول ګل د شهادت اتم تلین دی.

په ۲۰۱۱م کال د فروری په دوهمه په ګوانتانامو زندان کې شهید کړای شو. هغه چې، اوږده موده یې د نړۍ د وخشي زندان، ګوانتانامو شیکنجې او تعذیبونه وګالل. زه په دې څو کرښو کې د شهید د ژوند په نورو اړخونو خبرې نه کوم، یوازې یې د ثبات او وفا په ځانګړنو څو کرښې توروم.

پر هېواد د وخشي امریکایي یرغل د پیل شېبې، چې ډېری پخواني مجاهدین! په دې لټه کې و، چې داسې څوک پیدا کړي، چې د القاعده د غړي په نامه یې په امریکا وپلوري، ډالرې ترلاسه کړي او ګوندې وي چې د دې خدمت! په مقابل کې د دوی په لاس نوي جوړېدونکي حکومت کې وزیر او والي هم کړای شي.

ډېرو پرې یوازې د عربي ژبې ویونکي د خطرناکو تروریستانو او د القاعده د غړو په نامه په امریکا وپلورل. خو بل پلو، داسې څوک هم شته چې، د خپل سر په قېمت یې د داسې کس د ساتنې او ژغورنې قصد کړی چې نړۍ یې د نیولو او وژلو په لټون پسې په زرګونه کیلومتره لیرې راغلې.

بدماشې او مغرورې نړۍ یې د نیولو او یا وژلو لپاره سلګونه زره ډالره انعام! ټاکلی. او نیږدې ټولې نړۍ یې پر خلاف جګړه پیل کړې. هو، شهید معلم د همداسې کس د ساتنې او ژغورنې قصد کړی. هغه په خپل قصد او اراده کې سپیڅلی و، ځکه خو الله تعالی دا ویاړ ور په برخه کړ، چې د امت مجاهد د دښمن له منګولو وژغوري.

“دا سړی” چې د دې ولس مجاهد مېلمه و، او لوی ملا صاحب یې په ننګه خپله واکمني ځار کړه، نو شهید معلم یې د ساتنې لپاره له خپله سره تېر شو. نه خو د نورو په څېر د ډالرو مینې د ایمان تاواني کړ، نه د واک او چوکۍ مینې تېرویست او نه هم د مرګ ویرې معاملې ته اړ کړای شو. هو، په پوره مېړانه د مغرورې نړۍ په وړاندې ودرېد، مجاهد مېلمه ته یې ډاډ ورکړ، د هغه د ساتنې هوډ یې وکړ او په خپل هوډ کې بریالی شو، چې په دې سره یې په هسکه غاړه ټولې مغرورې نړۍ ته ماتې ورکړه.

الله!

وګورئ د وفا او ایمان نمونه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

اصف ازاد صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی د کابل اداره کی یو غلام چه د نجیب ازاد په نوم یادیږی د تول افغان پاڼه او هم په تلویزونی مرکو کی د افغانیت او اسلامیت ضد تل ناولتیا خپروی، ستاسی د نوم سره چه می ازاد ولید ما ویل که تاسی هماغه نجیب ازاد یاست نزدی وو چه د لیکنی لوستلو څخه دی صرفنظر وکړم . مګر دا چه د اول ګل معلم صاحب ( ستر مچاهد او سپیڅلی شهید ) په اړه مو څه ناڅه اوریدلی وو، د لیکنی لوستل می پیل کړل ، لیکنه چه په حقایقو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x