
د ننګرهار ولسونه: د سولې راتلو لپاره د بهرنيانو وتل اړين دي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار شينوارو او نورو سيمو سلګونو خلکو او قومي مشرانو د سولې د روانو هڅو ملاتړ کړی او غوښتنه يې کړې، چې د سولې بريا لپاره باید بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي.
د شينوارو د شپږو ولسواليو قومي مشرانو د يادې غونډې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه، چې د عملياتو پر مهال د ملکي خلکو له وژلو او ځورولو لاس واخلي او د شينوارو ولسونو حقونه ورکړي.
قومي مشر او پخواني سناتور ملک عثمان دغې غونډې ته وويل، چې ځينې استخباراتي کړۍ د سولې روانو هڅو پر وړانډې د خنډونو پيدا کولو په موخه غوښتنه کوي، چې بهرني پوځيان دې له افغانستانه نه وځي، په داسې حال کې د بهرنيانو شتون د جګړې اصلي لامل دی او بايد بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي.
ملک عثمان زياته کړه، چې ټول ولسونه د بهرنيانو وتل او له طالبانو سره د سولې غوښتنه کوي.
د ننګرهار ولسونو د سولې په ملاتړ دا ناسته په داسې حال کې کړې، چې په دې وروستيو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې مهم پړاو ته رسيدلي، چې د دواړو غاړو سربېره عام افغانان يې هم ډېر هيله من کړي دي.
ملک عثمان به هم اوس پوهېدلی وي چي ولې مې له طالبانو سره جګړې کولې
ځکه امریکایان خاین خلک دي ددوۍ دخدمت په مقابل کې یې داعشیان ورباندې رامارش کړل
موږ به دعاکووچي ټول افغانان په واقعی توګه خپل دښمن وپېژني اود ملي مبارزینو داعیه تایید کړي