خبرونهنړۍ

پاکستان: پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د بلوچستان ایالت په لورلایي نومي سیمه کې پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی «ارمان لوڼی » وژلی.
د رسنیو د راپورونو په حواله ارمان لوڼی نن ماښام په لورلايي نومي سیمه کې دپښتون ژغورنې غورځنګ له لوري ، د روان لاریون څخه کور ته په لاره وو چې پولیسو ورباندې حمله کړې او نوموړی یې وژلی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر «منظور پشتين» د نوموړي د مرګ خبر تائید کړی او په ټول هیواد کې یې د لاریونونو اعلان کړی.
ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال، د دې غورځنګ د مرکزي کمیټې او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی وو، چې تر دې وړاندې هم د پاکستاني پولیسو له لوري د کراچۍ په ښار کې نیول شوی وو.
پښتون ژغورنې غورځنګ چې له مبارزې یې یو کال تېرېږي، په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او د خپلو حقونو د غوښتنې په موخه وخت ناوخت سوله ئیز لاریونونه کوي،خو په دې وروستیو کې ددې غورځنګ ګڼ غړي او مشران د پولیسو له لوري نیول شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده .
څه موده وړاندې د پاکستان د فوځ ویاند «جنرال اصف غفوري» په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې «فوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې غوښتنې منلي خو که له دې سره ددې غورځنګ غړي تر سرې کرښې پښه اړوي دوی به یې په وړاندې ودرېږي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمي

ارمان اوملګري یې که دخپلواکي لپاره مبارزه کوي نو دالاریونونه یې درد نشي دواکولای
د شهید حکیم الله محسود ټوپک دې غاړې ته کړي ته بیاګوره چي ارمانونه یې پوره کېږي که نه
دکاکا زامنو موږ خو په دېرشو کالو کې دوځله ازادي واخیسته خو مظاهرې مونه کولې

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x