ګوګل د خپلې مهمې ټولنیزې رسنۍ بندولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د انټرنیټ تر ټولو ستر ویبپاڼې ګوګل د خپلې مشهورې ټولنیزې رسنۍ «ګوګل پلس» بندولو نېټه اعلان کړه.

د راپورونو له مخې د ګوګل مشهور شرکت څو کاله وړاندې د فیسبوک پر وړاندې پریکړه کړې وه چې د ټولنیزو رسنیو شبکې ویبپاڼه وړاندې کړي، خو دغه پاڼه د اټکل برعکس کاروونکي متاثره نه کړل او هم یې ددوی معلومات خوندي ونه ساتل چې له کبله یې ددې بندولو ته اړ شول.

ګوګل تېر ۲۰۱۸م کال هم د خپل اپلیکیشن بندولو اشاره ورکړې وه خو د وروستۍ نېټې پریکړه یې نه وه کړې، وړمه ورځ یې د بندولو رسمي اعلان وکړ چې د روان کال اپریل میاشتې په دویمه نېټه به یاده رسنۍ په بشپړه توګه له منځه ویسي.

د ګوګل لخوا په خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې که څه هم ګوګل پلس (Google+) اپلیکیشن به له دویم اپریل وروسته بند شي خو د ۴ فبروري څخه وروسته به په دې اپلیکیشن کې نوی اکاونټ، پاڼه جوړول او همدا ډول تبصره کولو اسانتیاوې له منځه ولاړې شي.

د ګوګل لخوا په ورکړل شوې خبر کې زیاته شوې چې په راتلونکې مارچ میاشت کې به اکاونټ ته د ننوتلو تڼۍ له کاره وغورځي، او د ټاکلې نېټې (۲ اپریل) څخه وروسته به ټول اکاونټونه او پاڼې او په دې کې موجود عکسونه او ویډیوګانې له منځه ولاړې شي.

ددې لپاره باید کاروونکی سر له اوسه خپل معلومات خوندي کړي، خپل ساتل شوي عکسونه، ویډیوګانې او نور معلومات له دغه اپلیکیشنه راوباسي، په یاد ولرئ هغه عکسونه چې تاسې ځانګړي محفوظ کړي وي هم له منځه ځي.

یاده دې وي چې ګوګل په ۲۰۱۱م کال کې د یو شمېر ټولنیزو رسنیو پر وړاندې د ګوګل پلس خدمتونه وړاندې کړل، چې تر ۲۰۱۵م کال پورې یې ۱۱۱ ملیونه کاروونکي لرل، خو په تېره نږدې کې يې خپل ارزښت له لاسه ورکړ چې په پای کې یې بندولو ته اړ شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د