د روسيې سفارت: طالبان او افغان سياستوال د مسکو نه، د افغان ټولنې  ميلمانه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کابل  کې د روسيې سفارت د رویټرز خبري اژانس هغه راپورونه رد کړي، چې مسکو د طالبانو او افغان سياستوالو د غونډې کوربه دی.

تېره اونۍ رویټرز خبري اژانس د روسي چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې روسيې طالبانو او يو شمېر افغان سياستوالو ته بلنه کړې، چې د افغانستان سولې په اړه د مسکو په کوربه توب غونډه وکړي.

رویټرز دا هم ويلي و، چې روسيې په دغه ناسته کې افغان حکومت ته بلنه نه ده ورکړې.

د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، چې د مسکو ناسته په سوله کې مرسته نه کوي او په دغه ناسته کې يې له ګډونه انکار کړی و.

خو تېره شپه په کابل کې د روسيې سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو د رویټرز راپور رد کړی او زياته کړې يې ده، چې د مسکو د د غې غونډې کوربه نه دی، بلکې د مسکو مېشتو افغانانو په کوربه توب دغه ناسته جوړيږي.

اعلاميه زياتوي، چې دغه ناسته کې د روسيې هېڅ حکومتي چارواکی او د بهرنیو هېوادونو استازي ګډون نه لري.

د رویټرز خبري اژانس راپور په کابل  کې د چارواکو او يو شمېر کارپوهانو غبرګونونه راپارولي وو، خو وروسته روښانه شوه، چې د رویټرز راپور په ناسمو معلوماتو بنا او بې بنسټه و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د