نظــر

طالب-امریکا مذاکرات او پخپلو هیوادو کې دوه متفاوت تأثرونه

محمد زمان مزمل

مونږ او ملت ته دا هیڅ اهمیت نلري چې څوک د چا سره مذاکرات وکړي ولې هغه څه چې ملت ته اهمیت لري هغه دا چې امریکایان په یوه مناسبه طریقه چې تبعات یې د شورویانو د وتلو په شان ترخه رانشي له دې هیواده وځي او دا ځل طالبان او سوله دواړه ګډ کابل ته راشي ولې په مجموع کې د دې مذاکراتو په اړه په کابل او واشنګټن کې غبرګونونه او تأثرونه متفاوت ول.

امریکایان په تیره مسؤلین د دې مذاکراتو په اړه له خوشبینۍ نه خپل اظهارات له رسنیو سره شریک کړل.

سرپرست وزیر دفاع پکې بې ضرورته دا وویل چې مونږ ته لا د فوځونو د وتلو حکم نه دی شوی.

په دې معنا چې دوئ لا وار د مخه په تلوار کې دي.

د سپینې ماڼۍ نطاقې سارا سندوز په داسې حال کې د دې مذاکراتو خبر لوست چې د خوښۍ اثرات یې په لهجه او سیما دواړو کې له ورایه ښکاریدل.

یواځې چې بریک نیولي اظهارات یې په امریکا کې په دې اړه له رسنیو سره شریک کړل هغه تحقیقاتي ادارې وې
دا ټول په دې خاطر چې د دې جنګ ټول مصارف د امریکا په اوږو ول او کله کله مال ښندونکي تر وینه ورکوونکیو زر ستړي کیږي او نننۍ امریکا یې ژوندی مثال دی.

اما کابل چې دا څلویښت کاله د خامو سیاستوالو د نیمګړې تجربې له مخې د بللو او نابللو بهرنیانو کوربه ده او هر څه پکې آن د ملا او پیر پورې پخپل رنګ کې پاتې نشول هلته د دې مذاکراتو په اړه غبرګون او تأثر برګ او بدغونی وو.

ځینو چې د ادې په واده یې یوه ټپه اوریدلې چې زمونږ لاسته راوړنۍ پکې له خطر سره مخامخ نشي هغوئ اوس هم د یتیمانو او کونډو په دې غوبل افغانستان کې د چا په ژړا او د چا په اوښکو ترحم رانغئ اوس هم د جنګ په ځای د سولې پر ضد هماغسې عکس العملي و، او دا ډیر ټیټ تهذیب دی که نجیب ژوندی وو دوئ ته به یې ویلي وو چې ډیر شرم دی!

ځیني نور پکې په دې خفه وو چې ولې طالبان له خپلو افغانانو نه ډډه کوي په تیره حکومتي چارواکي، زمونږ تجربه وایي چې د نجیب سره د تفاهم نه کبرجن دریځ هاغه کابل وزیږاوه چې نه پکې د دوستم سره تفاهم کوونکي کوم منزل ته ورسیدل او نه پکې له جنرال رفیع سره..

طالبان باید له خپلو خلکو سره له خبرو او تفاهم نه په اوږده منډه کې پاتې نشي، د شریعت په زړو او نویو کتابو کې نه په متن او شورحو کې دا شته چې ته به د داخلي مخالف سره نه غږیږي او له خارجي مخالف سره به غږیږې.

طالبان باید په لنډ واټن کې د کابل له حکومت سره خبرو ته کیني، پرون مونږ د نجیب سره کینناستو ولې د هغه نه له ټیټو سره کیناستو او د نتایجو د محض حول حلوا یې تر اوسه په هدیرو کې تقسیمیږي.

طالبانو پرون د همت امتحان ورکړ او خپل لنډ سوچي مخالفین یې نامراده کړل ولې نن هغوئ د عقل امتحان ته مخکې کیږي، هغوئ ته پکار ده چې آن د خپلې اولې دورې د ملا او طالب د سیاسي تقصیر تلافي وکړي او د دې شکیدلي ملت او شکیدلي جغرافیې لپاره هغه ژبه وکاروي چې د دین د واقعي استازو سره مناسبه ده، او د ملت فتحه په خلکو ونه پاسلیې او د خلکو د ارادې درناوی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

محترم استاد مزمل صاحب سلامونه، مهم ټکی د واضح کړی دی.ټوله دنیا په دا ټینګار کوی چه باید دولت سره هم خبری وشی،خو طالیبان دولت سره خبری کول نه غواړی او هیڅ کوم قانع کونکی دلیل هم نه لری. له د څخه دا معلومیږی چه طالیبان وایی (چه.میم زر ما ټوله زما).نجیب په وخت کی مجاهدین او پاکستان دولت په ګډه په راولپنډی حاجی کمپ کی سره کیناستل نتیجه یی افغان ولس ولیده، اوس هماغه غلطی بیا تکراریږی او یا پاکستان قصدا دا کار کوی چه ګویا افغان دولت سره مه کینی. طالیبان باید د افغانستان سکهانو ،هندوانو سره کینی… نور لوستل »

مجاهد

روسی اشغال د کمونستانو تر کودتا کولو او قدرت نیولو وروسته د امین په دوره کی رامنځته شو او دعوی لرله چه مونږ د امین سره په تړول کولو راغلو او په امین یی د یو شمیر د روسی فوځیانو د راتګ تړون لاسلیک کړی وو. مګر امریکایی اشغال لمړی ترسره او د طالبانو ملی او اسلامی حکومت یی ونړاوه او له ځانه سره راوستی سکولریستان یی د هیواد دننه کمونستانو او اخوانیانو سره یوه ثلاته غلامه اداره یی له اوله جوړه کړه. هو پرونی کمونستانو ته د پرونو مجاهدینو سره مخالفین ویلی شو چه د روسی اشغال دمخه حکومتی… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

دا نصیحت به دی ګلبدین ته کړی وای چی د ډاکټرنجیب سروخبری کړی وای.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x