افغانستان

داودزی: طالبان د واک انحصار نه غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس عمر داودزي د راتلونکي افغانستان په اړه د طالبانو د واک د انحصارۍ اندېښنه بې ځایه وبلله.

هغه له بې بې سې سره په خبرو کې وویل، طالبان هغه څه غواړي چې دوی يې هم غواړي، په وینا يې«طالبانو واضح ويلي چې ټول واک نه غواړي، خو په واک کې به دخیل وي او دا موږ هم غواړو.»

ښاغلي داودزي د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې د کابل ادارې لپاره ځکه اندېښمنوونکې وبللې، چې په وینا يې زلمي خلیلزاد ورته بشپړ معلومات نه دي ورکړي.

هغه وايي حکومت داسې انګېري چې زلمي خلیلزاد ځينې خبرې پټې کړې، خو ضمناً يې وویل «هغه د امریکا د ولسمشر خاص استازی دی او پوره راپور به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته ورکوي.»

دا په داسې حال کې دی چې ځينو رسنیو طالبانو ته د نږدې سرچینو په حواله ويلي چې د امریکا او طالبانو له لوري ټاکل شویو ټيمونو خپل کارونه پیل کړي او ښه پر مخ روان دي.

دواړو لوریو تېره جنوري کې په اوږدو خبرو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او دا چې افغان خاوره به د امریکا پر ضد نه استعمالېږي دوه تخنیکي ټیمونه ټاکلي، چې پوره جزییات به د روانې میاشتې وروستیو کې بله غونډه کې وړاندې کوي.

یاده دې وي ټاکل شوې مسکو کې هم د طالبانو او افغان سیاستوالو ګډه غونډه وشي چې د طالبانو د قطر دفتر پکې د ګډون لپاره د پلاوي د تیاري خبر ورکړی دی.

وړاندې تر دې هم د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر شیر محمد عباس ستانکزي نن ټکی اسیا سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له ګڼو سیاسي، قومي او مذهبي مشرانو سره يې اړیکي نیولي او باید په روانه پروسه کې دخیل واوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

بيله شکه چی طالبان د واک انحصار نغواړی ، خو تا غوندی خاينو ته به هم واک ورکړی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x