افغانستان

سرپل کې د یوې ولسوالۍ مرستیال وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سرپل چارواکي وايي د دې ولایت د ګوسفندې ولسوالۍ مرستیال وژل شوی دی.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، طاهر عزیزي د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د هغه په وینا وړم ماښام د یادې ولسوالۍ په قلقله سیمه کې نوموړی د طالبانو تر برید لاندې راغی او ځای پر ځای ووژل شو.

اماني وايي د بریدګرو له ډلې یو تن د اربکیانو له لوري هم وژل شوی دی، طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x