د قبض څخه خلاصون لپاره اسانه لارې چارې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۷ل): همیشه قبضیت یوه داسې مهلکه ناروغي ده چې انسان ذهني نارامه ساتي، دفاعي سیستم یې کمزوری کوي، د شکر په څېر د سترې ناروغیو نښه بلل کیږي او دا ډول د یو شمېر نورو ناروغیو رامنځته کېدلو لامل هم جوړیږي، په دې اساس قبض ته د «مرضونو مور» هم ویل کیږي.

د څیړنو پر اساس د شکری ناروغۍ نه غیر د سرطان ناروغۍ هم د قبض په بڼه رامنځته کیږي، روغتیا پوهان وایي که تاسې له قبضیت ناروغۍ سره مخ یئ نو هیڅکله دې ته په وړه سترګه مه ګورئ او ددې سمدلاسه درملنه ترسره کړئ.

په لاندې اسانه نسخو د قبضیت مخه ونیسئ او یا یې له منځه ویسئ!

زیتون تیل: د زیتون سوچه تیل د قبض په مخنیوي کې تر ټولو اهمه نسخه ده، ددې په استعمال سره د هاضمې سیستم په حرکت راځي چې ورسره کولمې پاکیږي، د پوهانو په وینا ددې لپاره باید هر سهار په لوږه یوه کاشوغه د زیتون تیل استعمال کړئ، ځکه چې په تشه خیټه یې اثر غوره وي.

اوبه: که چیرې هره ورځ اته ګیلاسه اوبه وڅښل شي د قبضیت څخه شکایت به له منځه ولاړ شي، اوبه د کولمو فعالیت متحرک کوي، هر کله مو بدن د اوبو کموالي سره مخ شو په قبض ناروغۍ اخته کیدلای شئ.

د پخلي سوډا: بیکنګ سوډا د قبض له منځه وړلو لپاره ښه ثابتیږي، د ګیلاس یو پاو برخه تړمې اوبو کې یوه کاشوغه بیکنګ سوډا ګډه کړئ او ښه یې حل کړئ بیا یې وڅښئ، ډیر ژر به مو قبض له منځه ولاړ شي.

دا ډول مناسبه اندازه سبزي، مالټه، کیوي او مستې هم د قبضیت له منځه وړلو کې ګټورې ثابتیږي.

د قبضیت رامنځته کېدلو یو شمېر لاملونه دي، د بیلګې په ډول، په خوړو کې ژور بدلون، ډیر زیات پاخه شوي خواړه، په ځانګړي ډول هغه مهال چې غواړئ وزن مو کم کړئ، د کافي یا نورو کافیین لرونکې څیزونو استعمال، ګازي څښاک او درد وړونکی درمل استعمال هم د قبض رامنځته کېدلو لامل ګڼل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انجنیرپای محمد محمد
میلمه
انجنیرپای محمد محمد

زماپه نظر:که چیری څوک په روزمره خوراکونوکی احتیاط وکړی زه وایم هیڅ کله به په قبضیت اخته نشی ځکه چی معده دداسی رنګارنګ خوړوسره په مرض اتته کیږی لکه سره کړی ټول شیان کوښښ باید وشی چی روزمر فزیکی فعالیت ولرو اوپه څنګ کی ورسره ښه غذا وخوړل شی

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

انجینر صاحب سلامونه.
تاسو محترم د ښه غذا خوړلو څخه لیکلی دی.په دا جنګونو کی ښه غذا دوه قسمه خلک خوړلی شی.
دولتی کسان د ډالرو په زور.
طالیبان د کلدارو او د تریاکو په پیسو،موږ ولسی خلک ښه غذا څه چه ښه خبره هم نه لرو.زه او زما فامیل په وچه ډوډی هم نه یو ماړه،خو په بدو خبرونو ښه ماړه یوو