افغانستان

«حکومتي مشران دې سوله تر چوکیو نه ځاروي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شیر محمد ابدالي وايي، حکومتي شریکان دې سوله تر خپلو چوکیو نه ځاروي.

هغه پر حکومت نیوکه کړې چې د سولې له پروسې د تېښتې پر ځای باید د پایدارې سولې لپاره هڅه وکړي.

ابدالي مني چې حکومت ضعیف دی او په وینا يې قصداً د سولې خبرې په داسې حال کې پيل شوې چې حکومت په کمزورۍ کې ډوب دی.

نوموړي پر حکومتي مشرانو غږ کړی چې له سولې باید ونه تښتي او خپل مسؤلیت پکې ادا کړي.

دا په داسې حال کې دی چې ټاکل شوې راتلونکو دوو ورځو کې په مسکو کې د طالبانو او سیاستوالو تر منځ ګډه ناسته وشي.

د روسيې سفارت ویلي دا غونډه د افغانانو له لوري برابره شوې ده او دوی پکې په رسمي ډول برخه نه لري.

وروسته له هغه چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ قطر کې شپږ ورځنۍ خبرې پای ته ورسېدي حکومت په بې ساري ډول د سولې ضد دریځ خپل کړی دی.

په ورته وخت کې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رییس ویلي طالبان د واک انحصار نه غواړي او په واک کې ګډون يې حق دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x