افغانستان

د ولسي جرګې ناکام نوماندان وايي درغلې ورسره شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال په تله میاشت کې ترسره شوې، چې لا يې هم بشپړې وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې، خو د ځینو ولایتونو د اعلان شویو پایلو په اړه ناکامو نوماندانو اعتراضونه پیل کړي دي.

دوی چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مخې ته په اعتراضي ډول را ټول شوي و، نیوکه کوي چې د لومړني او وروستي اعلان شوي لړلیک تر منځ خورا توپیر لیدل کېږي او په وینا يې سیاسي معامله ورسره شوې ده.

د سرپل ولایت یو نوماند اسدالله اریوبي وايي چې په لومړني لیست کې يې نوم دویم و، خو وروستي لیست کې يې نوم غورځېدلی دی.

هغه وايي شاخوا درې زره رایې يې کمې شوې دي او له دویم نوم نه؛ ان بېخې له لیسته غورځېدلی دی.

د کونړ یو نوماند صالح محمد هم ورته نیوکه لري هغه وايي، پر رایو يې سیاسي معامله شوې او د درغلیو په پایله کې له لیسته غورځول شوی دی.

په ورته وخت کې د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، ټاکنیزو کمیسیونونو تر اوسه ولسمشریزو ټاکنو ته هیڅ تیاری نه دی نیولی.

د فیفا مشر یوسف رشید وايي، یوازې نوماندانو نوم‌لیکنه کړې نور هیڅ ډول تیاری نه دی نیول شوی او کمیسیونونه د دې پروسې د مدیریت وړتیا نه لري.

په ورته وخت کې د سروردانش چې ټاکنیزو کمیسیونونو کې د صلاحیت او مداخلي څښتن بلل کېږي، مرستیال يې محمد هدایت ویلي په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د اصلاح لپاره د ټاکنیز قانون د تعدیل هوډ لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx