افغانستان

فیفا: د ولسمشریزو ټاکنو لپاره هیڅ تیاری نه دی نیول شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنیز بهیر د څار بنسټونه وايي د ټاکنو کمیسیون راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هیڅ تیاری نه دی نیولی، یوازې نوماندانو خپل نومونه لیکلي دي.

د فیفا اجراییه مشر یوسف رشید وايي، د ټاکنیز مهال‌وېش د تطبیق او ولسمشریزو ټاکنو لپاره هیڅ ډول تیاری نه تر سترګو کېږي، نه تر اوسه حکومت څه کړي نه هم ټاکنو کمیسیون.

د ایتوا په نوم د ټاکنیزې پروسې د څار بل بنسټ مشر حبیب الله شینواری هم ورته څرګندونې لري، هغه وايي تر اوسه پورې ټاکنو کمیسیون هیڅ ډول توضیحات نه دي ورکړي چې پر کومو امکاناتو او څه ډول ټاکنې ترسره کوي.

دې بنسټونو تر دې وړاندې هم پرلپسې ټینګار کړی چې ټاکنیز کمیسیونونه دا وړتیا نه لري چې ولسمشریزې ټاکنې ښې مدیریت کړای شي.

په ورته وخت کې د سولې روانې پروسې هم دا بهیر تر اغېز لاندې راوستی او د یوسف رشید په قول باید حکومت او د ټاکنو کمیسیون دا واضح کړي چې دوی کوم پلان لري.

یاده دې وي ولسمشریزو ټاکنو ته په داسې حال کې د تیاري اړوند بحثونه را پورته کېږي چې لا هم د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو پایلې خړې او تر ناندریو لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x