افغانستان

غني يو ځل بیا د سولې پر ضد توندې څرګندونې کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د منسوبینو په ستاین‌غونډه کې یو ځل بیا داسې څرګندونې کړې چې شنونکي يې د سولې روانې پروسې ته په زیان بولي.

هغه تېر ماښام په چهار چنار ماڼۍ کې د اردو عسکرو ته په خبرو کې پخپل ځانګړي انداز وویل څوک چې په زور د خبرو لپاره کش کول کېږي، زموږ زمریان نه شي پاشلی.

هغه دا دعوه وکړه چې طالب مشران قطر دفتر ته د سولې پروسې د پر مخ وړلو لپاره په زور وړل شوي دي، خو ويې ونه ویل چې د چا په زور؟ په داسې حال کې چې قطر دفتر له څو کالونو راهیسې هلته پرانیستی او فعالیت کوي.

د بې بې سې خبریال حفیظ معروف وايي، هغه خورا تونده ژبه وکاروله او دا چې د امریکایانو له وتلو سره به امنیتي ځواکونه وپاشل شي په غبرګون کې يې وویل: «ګیدړان د زمریانو د چپه کولو وس نه لري.»

دا په داسې حال کې دی چې وړاندې تر دې ان عطامحمد نور هم پر غني غږ وکړ، چې د سولې د روانې پروسې لپاره باید خوله کنټرول کړي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم پر ټولو اړخونو غږ کړی و، چې د سولې لپاره باید سوله‌ییزه ژبه هم وکارول شي.

محمد اشرف غني پر طالبانو غږ وکړ چې په جګړه کې دې د دوی عسکر د سرتېرو بریدونو او چاودنو ښکار نه کوي، «بیا دې جګړې ته رامیدان ته شي.»

دا په داسې حال کې دی چې ټاکل شوې راتلونکو دوو ورځو کې د افغان سیاسیونو او طالبانو تر منځ مسکو کې غونډه وشي.

محمد اشرف غني دا څرګندونې ظاهراً د طالبانو د مذاکراتي ټیم د مشر شیر محمد عباس ستانکزي د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړې، چې نوموړي ویلي و، د امریکایاو له وتلو سره به اردو له طالبانو سره په ګډه کار کوي او پر امریکا تکیه عوامل به يې له منځه لاړ شي.

غني وروسته له هغه سوله ضد دریځ خپل کړ، چې زلمي خلیلزاد ورته د بهرنیو ځواکونو د وتلو غږ واوراوه او ده يې هم زړه نازړه د صفر کېدو یادونه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x