ورزش

ویسټ انډیز «۱۰» کاله وروسته انګلستان ته ټیسټ سیریز کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ویسټ انډیز او انګلستان ترمنځ په ټيسټ دویمه سیالۍ کې ویسټ انډیز لوبډلې د لس ویکټو په توپیر بریا خپله کړه او لس کاله وروسته یې ټیسټ سیریز وګاټه.

د درې سیالیو سیریز په دویمه لوبه کې ویسټ انډیز د چټک توپ اچونکي کیمار روچ په مرسته وکولای شول انګلستان ته پرلپسې دویمه ماتې ورکړي، چې په دې سره یې سیریز په ۲-۰ خپل کړ، له ۲۰۰۹م کال څخه وروسته دا لومړی وار دی چې ویسټ انډیز انګلستان ته ټیسټ سیریز کې ماتې ورکوي.

د انګلستان لوبډلې توپوهونکي چې له دې وړاندې د استرالیا او هندوستان لوبډلو پر وړاندې په ټيسټ سیالیو کې ښه ثابت شوي وو په ویسټ انډیز کې په بشپړه توګه ناکام شول، چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۱۸۷ او دویمه پاڼۍ کې يې ۱۳۲ منډې جوړې کړې، په ځواب کې ویسټ انډیز یوازې په یوه پاڼۍ کې ۳۰۶ منډې جوړې کړې.

کیمار روچ په دواړو پاڼيو کې ۴-۴ ویکټې واخیستې چې په دې سره د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو، نوموړي په لومړۍ سیالۍ کې هم ۵ ویکټې ترلاسه کړې وې، په لومړۍ سیالۍ کې ویسټ انډیز انګلستان ته د ۳۸۱ منډو په توپير ستره ماتې ورکړې وه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دریمه ټیسټ سیالۍ په نهمه نېټه پېل کیږي، له هغې وروسته به د پنځه یو ورځنیو او درې شل اوریزې سیالیو سیریز هم ترسره شي.

یاده دې وي چې د انګلستان لوبډله د کرېکټ نړیوالې شورا په ټیسټ درجه بندۍ کې دریم او ویسټ انډیز له پاکستان وروسته اتم مقام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x