سياف: افغانان د باعزته سولې غوښتونکي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): پخواني جهادي قومندان عبدالرب رسول سياف د سولې په اړه څرګندونې کړي دي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د باعزته سولې غوښتونکی دی.

سياف ويلي دي چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او هيچا ته به د افغانستان په ارزښتونو او عزت د لوبې کولو اجازه ورنکړي.

هغه زياته کړه چې سوله راتلونکې ده او اوس هغه وخت رارسېدونکی دی چې د سولې په اړه د ټولو افغانانو هيلې پوره شي.

عبدالرب رسول سياف د سولې په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په تيرو دوو مياشتو کې د سولې او له طالبانو سره د مذاکراتو خبرې تر بل هر وخت تودې شوي دی.

تبصرې (4)

  • اول می سلامونه او نیکی هلی قبولی کړه وروره که سیاف نن باعزته سوله غښتونکی دی نو دوی دا دونه وخت دا فکر نکوو چی افغانستان اشغال سی د مسلمانانو عزت لوټ سوی دخلقو فه عزت لوبی سوی اخیر سیاف چاته اجازه نه ورکی چی د افغانستان فه ارزښتنو او عزت د لوبو اجازه نه ورشوی

    • سلامونه:دجناب استاد نه زما سوال دادی چه. ته مهربانی وکه لز واضح که جه تاسی د کو مو افغانانو په نمایندگی دکوم عزت خبره کوی دخدای په خاطر په کرار کشته.

    • دسياف سترګي خو دالرو ړندي کړي وي، اوس نوچه ددالرو وخت په ختميدودي، نو سياف خوارکي هم دباعزته سولي خبري. الله ددي شرميدليوته جزا ورکړي. همدغه جګړه ماران دي چه د طاليبانو سره په جګړه بوخت دي. کاروان