
حنيف اتمر هم د مسکو په غونډه کې ګډون کوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ملي امنيت پخوانی سلاکار او د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند محمد حنيف اتمر وايي چې د افغانستان له نورو سياسی څېرو سره يو ځای به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.
محمد حنيف اتمر په خپل ټويټر پاڼه ليکلي دي چې د مسکو غونډه د بين الافغاني تفاهم له پاره يو غوره فرصت دی او زیاته کړې يې ده چې په ياده غونډه کې به د هيواد د ارزښتونو څخه په سمه توګه دفاع وکړي.
موږ د هېواد د رهبرانو له يوې جمعې سره د #مسکو_ناسته کې ګډون کوو، دا ناسته د ټول شموله بين الافغاني مذاکراتو په لاره کې مهم ګام بولو. موږ به د اسلامي جمهوري نظام، د اساسي قانون له ارزښتونو او لاسته راوړنو چې ټول په هغو کی شريک يو او د ملي بنسټونو له سلامت څخه دفاع وکړو. 1/2
— Mohammed Haneef Atmar محمد حنیف اتمر (@MHaneefAtmar) February 3, 2019
نوموړي ويلي دي چې دوی په پام کې لري چې د تيرو کلونو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي او دفاع ترې وکړي او هيڅوک بايد په دې باندې سترګې پټې نه کړي.
ټاکل شوې ده چې د فرورۍ په ۵-۶ نېټه د روسيې په پلازمينه مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي چې به په کې د طالبانو د سياسي دفتر استازي او ځينې سياسي څېرې ګډون کوي، خو دې غونډې ته د افغانستان د حکومت استازي نه دي
بلل شوي.
د افغانستان حکومت وايي چې د مسکو په څېر غونډې د افغانستان د سولې پروسې له پاره ګټور نه دي او ويلي يې دي چې د حکومت استازي به په دې غونډه کې ګدون ونه کړي.
یو مهم ټکی دا غونډی واضع کوی چه.دا جنګ د اسلام او د کفر نه دی ،او نه وه .هغه دا چه، طالیبانو پرون کوم کسان کافر بلل ڼن هغوی سره مشوری او راشه درشه کوی.نو ایا دا کسان ڼن مسلمانان شول؟
نو ولی دولت سره طالبان نه کینی؟پرون هم دا کسان دولت کی وو.
اتمر د لاسته راوړنونه خبري کوي، البته هغه لاسته راوړني لکه دامريکا سره ددايمي اډو تړون، دداعيش په ځنګ کي دريدل، ولس وژنه، په جامعي کي بداخلاقي ته روشت ورکول، د ديورندپه کرښه اغزن تار. هر ځوک چه اتمر ته رايه کاروي، هغه دملت سره جفا او خيانت کوي. کاروان
لږ که عمیق فکر وکړی نو درته به معلومه شی چې طالبانو ددغو بی ظمیره وګړو سره دخبرو غوښتنه نده کړې. دوی خپله له وارخطایی ځانونه مسکو ته رسوی. دوی فکر کوی چي دوی ته به طالبان کوم اهمیت ورکړی. لږ صبر وکړه صبا بل صبا به معلومه شی. طالبان په خبرو کولو کې هیڅ ډار نه لری او دریځ یی معلوم دی.
غمی پشتینه! ګوره چې لیکل کوې نو خپل منطق ، تاریخپوهنه او خپل نبوغ دې مه هېروه ! دا خو واضح خبره ده چې دافغانسان جنک په ظاهر کې د کفر او اسلام جنګ نه بلل کیږي بلکې دحاکمیت اشغال ، محکومیت او ازادي جنګ دی !! یانې وچ درته وایم طالبان خارجي قوت او عسکري قوت په افغانستان کې نغواړي او دا یې حقوقي حق هم دي ! که دپردې شاته وګورو نو دکفر او اسلام جنګ یې بللی شوو، هغوی یعني غاصبین اسلامي امت لیبرالې دیموکراسي ته کش کوي چې هغه د شریعت خلافه ده ! مسالونه یې… نور لوستل »
دا جنګ په کفر او اسلام سربیرع د خپلواکی جنګ هم دی دا جنګ د ( الهی او دموکراسی ) نظامو جنګ دی او زمونږ هیواد یی اشغال کړی د خپلواکی جنګ هم ورته ویلی شو. که چیری جنګ د پرونی اشغال په شان یو داخلی او بل بارنی بعدونه لرلی په کار دا وه چه مجاهدینو له دواړو اړخو سره په یو وخت او یا وروسته او مخکی خبری پیل کړی وی دمثال په ډول پرون افغانی کمونستانو په کودتا سیاسی قدرت ترلاسه کړو کمونستان که په پټه غلامان وو ( دی کی شک نشته ) مګر ترکی او… نور لوستل »
ډير بې حیا او ذلیل اشخاس دی. په کومو سترګو دوی طالبانو سره مخامخ کیږی. رښتیا هم چې خړ سترګی دی. الله دې دوی ورک کړی.