
د ماتې سربېره جاپاني لوبغاړو د «جامو بدلولو خونې» پاکې کړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د جاپان فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو خپل هغه نیک دود چې له لوبې وروسته خپله د اوسیدو خونه پاکه ساتي یو وار بیا تکرار کړ.
په اسیا جام فوټبال پایلوبه کې له ماتې خوړلو وروسته جاپاني لوبغاړو هغه مهال خپلې د جامو بدلولو خونې پریښودې چې لومړی یې بشپړه پاکې کړې، له پاکوالي وروسته یې په یوه تخته په عربي، انګلیسي او جاپاني ژبه د قطر څخه مننه هم کړې ده.
Japan leave the #AsianCup2019 dressing room spotless with thank you message in English, Arabic and Japanese! 👏 pic.twitter.com/RfiVyoMumd
— #AsianCup2023 (@afcasiancup) February 2, 2019
دا لومړی وار نه دی چې د جاپان فوټبال لوبډلې لوبغاړي په سیالۍ کې له ماتې خوړلو وروسته خپله د جامو بدلولو خونه پاکوي بلکې په نړیوال جام کې چې په ۲۰۱۸م کال په روسیه کې ترسره شو هم له هرې لوبې وروسته دا نیک عمل تکراروه.
Amazing from Japan.
This is how they left the changing room after losing v Belgium: cleaned it all.
And in the middle, have left a message to Russia: “Spasibo” (Thank you) pic.twitter.com/lrwoIZt2pR— Tancredi Palmeri (@tancredipalmeri) July 3, 2018
هغه مهال چې جاپان د بیلجیم لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه او په ۳-۲ یې ماتې خوړلې وه، لوبغاړو یې خپلې د اوسیدو خونې او مینوالو یې د کیناستو ځای پاک کړی و.
د یادونې ده چې وړمه ورځ په عربي اماراتو کې د قطر او جاپان ملي لوبډلو ترمنځ د اسیا جام پایلوبه ترسره شوه چې په کې قطر جاپان لوبډلې ته په ۳-۱ ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.