د امريکايي عسکرو په ليکو کې د ځانوژنې پېښې په بې ساري توګه زياتې شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا سي ان ان تلويزون ويلي، چې د امریکا ځانګړو ځواکونو په ليکو کې له تېره يوه کال راهيسې د ځانوژنې پېښې درې برابره زياتې شوي او تر اوسه د دې ستونزې کره لامل هم نه دی په ډاګه شوی.

په راپور کې  دا هم راغلي، چې د رواني درملنې او لارښوونو سربېره هم د امريکايي پوځ په مشرتابه او عامو عسکرو کې د ځانوژنې پېښه تر هيښوونکې کچې زياته شوې ده.

سي ان ان وايي، چې په ۲۰۱۸ کال کې د ځانګړو ځواکونو په ليکو کې د ځانوژنې ۲۲ پېښې شوې وې او دا د ۲۰۱۷ کال په پرتله درې برابره زياتې وې.

د امریکا دفاع وزارت تر اوسه د ځانوژنې د زياتېدونکو پېښو لاملونه نه دي  پيدا کړي.

سي ان ان زیاتوي، چې د ځانوژنې دا پېښې د جګړې له حالاتو سره اړيکه نلري، بلکې د عسکرو له لوري د نشه يي توکو کارول، له مالي پلوه کمزوري او ورته نورو ستونزو تړاو لري.

په ۲۰۱۲ کال کې د امریکايي پوځيانو په ليکو کې د ځانوژنې ۲۳ پېښې شوې وې، په ۲۰۱۶ کې دا پېښې ۱۵ته راکښته شوې او بيا  په ۲۰۱۷ کې اته پېښې ثبت شوې وې، خو  په ۲۰۱۸ کال کې بيا د ځانوژنې دا پېښې درې برابره نورې هم زياتې شوې.

د امریکا پوځ مشرتابه وايي، چې دوی د پوځيانو د پوهې، ټولنيز چلند لارښوونې سربېره هغوی ته  دا ذهني تربيه هم ورکوي، چې د ژوند د کړاوونو او ستونزو ته په مثبت نظر وګوري.

راپور زياتوي، چې د ځانوژنې پېښې يوازې په ځانګړو ځواکونو کې نه، بلکې په پليو عسکرو او سمندري ځواکونو کې هم دا پېښې ډېرې رامنځته کيږي او د رواني درملنې سربېره هم په تېرو لسو کلونو کې د سمندري او پيلو عسکرو په ليکو کې د ځانوژنې ۶۸ پېښې ثبت شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د