نظــر

که خبره د پیغورونو شي . . .

نوید أحمد

له کومې ورځې چې د امریکایانو د تیښتې اوازه را لګېدلې نو د ګڼ شمیر نورو ګوډاګیانو په شان یې د اشرف غني خوب هم تښتولی دی. اشرف غني چې د ګډ حکومت ناندریو یې له پخوا ماغزه شړومبی کړي اوس نو یو مخ لیونتوب ته رسیږي او د شدید دماغي اختلال نښې په کې څرګندې شوي دي.

څو ورځې مسلسل مراسم جوړوي او بیا له بې خونده کریغو سره دریځ په څپیړو وهي. ځان امان الله خان بولي او نور یې تر پام شاشجاع او یعقوب خان ورځي. زموږ په ټولنه کې پېغور چندانې کار دی او د کمزورو خلکو کار بلل کیږي. پښتانه متل کوي وایي ( د نامرده وار ته ودریږه خو خبرې ته یې مه دریږه) یعني د نامرد یوه علامه دا ده چې خبره یې تر ګوزار تونده او بې باکه وي. اشرف غني چې دا مهال یې د وار او ګوزار شیمه بایللې نو د خبرو جنګ پيل کړی، ناندرۍ او دعوې دنګلې یې را اخیستې او له ارګه یې د ښځو د ششپر( د ښکنځلو د جنګ) میدان جوړ کړی.

اشرف غني طالبانو ته پیغور ورکړ چې دومره کمزوري دي چې آن پاکستان یې د قطر په خوا د الوتکې د الوت مخه نیسي. اشرف غني ته به وایو چې لومړی خو له پاکستان څخه د قطر د الوتکې خالي ستنیدل د طالبانو لپاره د پیغور نه بلکې د ویاړ خبره ده. طالبانو که د پاکستان شرائط منلي وای، د مذاکراتو پروسه یې د پاکستان په سلامشوره تعقیب کړې وای نو له شک پرته به قطر ته هم په الوتکه کې تللي وای. خو دا چې خپل استقلال او خود ارادیت ورته تر هر څه مهم و نو قطر ته نه تلل یې وزغمل خو د کوم پردي ملک فرمایشونه یې ونه منل. هغه الوتکه چې څو اونۍ وړاندې تشه قطر ته ستنه شوه تر دې ښه وه چې د غلامۍ په پیغور بار الوتې وای. په هر حال

که خبره د پیغورونو شي نو اشرف غني شاید د طالبانو د دیني، تاریخي او افغاني قاموس له منځه د رابوټیدلیو اعتراضونو او هغو درنو نقدونو په وړاندې تاب را نه وړي چې تراوسه طالبانو د ارګ د خندنۍ نانځکې په خلاف نه دي کارولي.

اشرف غني وایي زه شاشجاع او یعقوب خان نه یم.

خو که تاریخ وګورو شاشجاع له اشرف غني شل ځله زیات شرف درلود او د ده په نسبت یې د افغانیت او میړانې رګ ژوندی و. شاشجاع قبیلوي ضد او د موروثي پادشاهۍ شوق په مخه کړ، له محمدزیو یې د غصب شوي سلطنت د راګرځولو لپاره د انګریز او سیکانو غیږ ته ځان وغورځاوه، خو کله چې پوه شو چې په کابل کې ټول واک له الکساندر برنس او مکناټن سره دی نو د انګریزانو په وړاندې یې خپل نفرت پټ نه کړ. د معاصر تاریخ په ۶۲ مخ کې لولو چې نائب امین الله، عبدالله خان اڅکزي او نورو افغان مشرانو یو وخت له شاشجاع سره په ملاقات کې هغه ته شکایت وکړ چې موږ تا ته د احمد شاه بابا د لمسي په حیث درناوی درلود خو تا انګریز  په موږ حاکم کړ.

شاشجاع سوړ اسویلی وکیښ بیا یې وویل: زه د انګریز په لاس کې بندي یم هیڅ نه شم کولای، بیا یې خپله توره له تیکې وایسته افغان مشرانو ته یې وړاندې کړه چې دا د اسلام توره در واخلئ هر څوک یې چې ښه چلولی شئ هغه ته یې ورکړئ زه هم ستاسو ملګری یم خو حال به نه وایاست. شاشجاع په وروستیو کې په خپلو کړو دومره پښیمانه شوی و چې له هر چا سره به مخامخ شو ژړل به یې او بښنه  یې غوښته او دا خبره یې تکیه کلام ګرځیدلې وه چې : سرکار بې ګناه است.

خو راشه اشرف غني ته چې یو ځل یې د واکمن کیدو په لومړۍ ورځ له خونخوارو اشغالګرو سره د افغانستان د خرڅلاو سند امضاء کړ او اوس چې اشغالګر په تیښته دي د دې په ځای چې د شاشجاع غوندې به خپل ګوډاګیتوب پښیمانه او له افغان مجاهدینو سره خپل پټ ملاتړ اعلان کړي، دی امریکا ته لیکونه استوي او له ټرمپ څخه غوښتنه کوي چې له افغانستانه دې عسکر نه باسي.

اشرف غني وایي زه یعقوب خان نه یم، په داسې حال کې چې د اشرف غني د غلامۍ کارنامه له یعقوب خان څو برابره زیاته ننګینه او شرموونکې ده. یعقوب خان که د ګندمک تړون امضاء کړ خو د افغانستان بهرنی سیاست یې تر انګریز پورې وتاړه او د هیواد سیاسي استقلال یې داغمن کړ. مګر اشرف غني چې د خپلې واکمنۍ په اوله ورځ له امریکا سره کوم شرموونکی تړون امضاء کړ په هغه کې د افغانستان ځمکه او فضاء ټول امریکا ته په قباله ورکړل. افغانستان یې د اشغالګرو په پوځي، استخباراتي، تبلیغاتي او شیطاني دسیسو په اډه بدل کړ. امریکایي پوځیانو ته یې د هر ډول جنایاتو په اړه بشپړ معافیت ورکړ چې اوس روزانه امریکایان بمبارونه کوي، خلک وژني خو د شوي تړون له مخې یې هیڅوک د محاکمې حق نلري. اشرف غني د افغانستان په ټولو مهمو او ستراټیژیکو سیمو کې امریکایانو ته پوځې اډې ورکړې چې پرته له څار او تفتیش ترې خپلسري عملیات او پروازونه وکړي. په دې ډول اشرف غني د بې ننګۍ هغه کارنامه د تاریخ پیزوان کړه چې د یعقوب خان روح یې شاید په اوریدلو ولړزیږي.

که اشرف غني د پاکستان خبره کوي، نو دا به ورته ووایو چې طالبانو د پاکستان زندانونه ګاللي، د ملا عبیدالله په شان مشران یې د پاکستان په زندانونو کې شهیدان شوي، د استاد یاسر په شان د سر خلک یې لا تر اوسه د پاکستان په محابسو کې ورک دي، ګڼو نورو مشرانو یې زندانونه، شکنجې او هر وړ سختۍ ګاللې، مګر څوک دې ثابته کړي چې طالبانو دپاکستان یو فرمایش منلی، یو کار یې د پاکستان د ګټې لپاره کړی او یا یې د پاکستان په وړاندې افغاني غرور داغمن کړی وي.

زما په یاد دي چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې اسلام اباد طالبانو ته د ۲۸ تنه مطلوبو پاکستانیانو لست سپارلی و چې د ریاض بصرا، اسلم معاویه، کاشف زمان او ګڼو نورو نومونه په کې ول چې پاکستان یې په ډیر جدیت غوښتنه کوله، خو طالبانو ورته یو هم ونه سپاره. اما تاریخ به ولیکي چې اشرف غني د لطیف الله مسعودپه شمول ګڼ پښتانه پاکستان ته وسپارل، د اشرف غني په دوره کې کونړ په راکټونو بمبار شو، ډیورنډ خرڅ او ۹۰۰ کیلومتره باړ ورباندې ولګول شو. نو نه پوهیږو اشرف غني د کوم غیرت لاپې وهي او طالب ته له کومې زاویې پیغورونه ورکوي.

د طالب خو دا ویاړ بس ده چې امریکا، ناټو او ۴۸ ملکونو یې سر ټیټ نه کړای شو بلکې د خپل ایمان او افغاني صلابت په مټ یې په ټوله نړۍ خپله خبره او د خپلواکۍ داعیه ومنله.

که اشرف غني طالبان په دې ملامتوي چې د پاکستان له خاورې قطر ته د پرواز اختیار نه لري، نو دا ځکه کومه عجیبه خبره نه ده چې پاکستان پردی هیواد دی او اختیار یې د پاکستاني حکومت په لاس کې دی. اصلي د پیغور خبره دا ده چې په خپل هیواد کې څوک بې اختیاره وي او حتی د بګرام له هوایي اډې څخه کابل ته د خپل یوه افغان لیک نه شي انتقالولی. په دې اړه به د اشرف غني د میړانې او خود ارادیت د ارزولو لپاره یوه کیسه درسره شریکه کړم چې څه موده وړاندې مې په مستند ډول اوریدلې وه.

یو طالب بندي ( مولوي حضرت یوسف د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ د ملک دین د کلي اوسیدونکی) کیسه کوي چې د کرزي د واکمنۍ په وخت کې یو ځل اشرف غني او ګل رحمن قاضي باګرام زندان ته راغلل تر څو د بندیانو حالت وګوري. اشرف غني او ملګرو یې د مرستې وعدې کولې خو د تلو په وخت کې موږ ورته  د بندیانو د غوښتنو او شکایاتو هغه لست ورکړ ، چې له وړاندې مو په یوه کاغذ ترتیب کړی و، اشرف غني دغه لیک واخیست  خو د تلو په وخت کې ناڅاپه یوه امریکایي عسکر ورلاس کړ او هغه خط یې په زور ترې  واخیست او په انګریزي چې موږ یې په ځینو تورو پوهیدلو اشرف غني احمدزي ته په غوسه وویل چې ته نه شي کولای له دې ځای څخه داسې لیک وباسې، ځکه دلته زموږ ولکه ده .

په دې مهال اشرف غني احمدزی هم ورسره ګډ شو او موږ یې چې څومره په خبره پوهیدلو د دوی په دې سره دعوه وه چې اشرف غني احمدزي ورته ویل چې دا زموږ خاوره ده خو امریکایي ورته ویل چې دلته زموږ واک دی ، په پای کې اشرف غني احمدزي موږ ته مخ راواړاوو او ویې ویل چې  (موږ په داسې حالت کې قرار لرو )

مولوي حضرت یوسف وایي چې په دې مهال ما ورته وویل چې تاسو خو د دې لپاره راغلي وئ چې زموږ غوښتنې او شکایات له ځان سره یوسئ ، مګر اوس خو هغه شکایت لیک درنه امریکایي واخیست !اشرف غني احمدزي په دې وخت کې ځواب راکړ چې  ( زما حافظه ډیره قوي ده ما ستاسو خبرې واورېدې  اوله ځان سره مې یاداشت کړې)

نو هر څوک که طالب ته پیغور ورکوي لا یوه خبره اشرف غني خو دې هیڅکله چا ته د غلامۍ پیغور نه ورکوي ځکه له امریکا سره د غلامۍ د تړون یې لا څو کاله پاته دي او طالب دې خیر یوسي چې د امریکا په شړلو یې د اشرف غني د غلامۍ د ختمیدو موعد رانږدې او د ټول اولس غوندې به د ارګ معاصر شاشجاع هم له امریکایي رسۍ آزاد کړي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هارون

زه نه غواړم چې د اشرف غني په هکله څه ووایم. ځکه ټولې خبرې پورته لیکل شوي دي. خو زه غواړم چې ښاغلیو طالبانو ته ووایم چې د ټولو مسلمانو او په هېواد مینو افغانانو سره دا وېره شته چې خدای مکړه د طالبانو په راتګ او د دوی د دوهمې واکمنۍ په وخت داسې څه ونه ګورو چې د مجاهد ولس د شرم او پېغور سبب وګرځي. بر ټولو مهمه مسئله د ملي ارزښتنو سره د طالبانو د چلند موضوع ده چې ډېری پښتانه او افغانان یې په هکله اندېښنې لري. د هغوی په اند د پاکستان د آی… نور لوستل »

غمی،پښتین

نوید صاحب
د داود خان له حکومت څخه ورسته د یو حکومت صفت کول هم ظلم دی.له کمونستانو څخه نیولی تر مجاهدینو او تر طالیبانو ټول د پردیو په امر کی وه.
کمونستان د روسانو په امر کی
مجاهدین او طالیبان مستقم د پاکستان د ایی ایس ایی تر کنترول لاندی.
غنی جان د سی ایی ایی، راتلونکی حکومتونه به هم بهرنی امران ولری.هر خوار ملک اتومات ډول په یو ډول مستعمره ته داخل کیږی.
کنه دولت به خوری څه؟افغانستان لری څه؟په وچه کی پروت ملک دی.همدا اوس زه وږی یم.

غوربندي

هارون صاحب ډېره پر ځای يادونه مو کړې، د افغانستان او اسلامي هيوادونو په وړاندې د شيطان پاکستان او سعودي بهرنی پاليسي اسلامي ده، تر څو د د مسلمانو ملتونو له ارادو سره د دوی له مکره ډک سياست موازي عيار او په دې منځ کې بهره برداري وکړي. د افغانانو د ارادو ځپل او له اسلامي معتقداتو سره دښمني هغه څه دي چې ګوډاګيو او بلواکه افغان چارواکو د ښکېلاک تر سيوري لاندې د پاکستان په وړاندې د مجازي نشنلستی پر خره سپره هغه وحشي او خښمانه کړنلاره ده چې پایله يې له ياد ړانده خره څخه د زوال… نور لوستل »

جميل

ځنی وروڼه اوس هم تشويش لری چی خدای مکړه پاکستانی بی همته چغالان پرافغان غيرتی زمريانو حاکم دی ، ډيره د خجالت او افسوس خبره ده چی دا خلک دا ورځنی حالات نه وينی او نه اوری . کوم ظلمونه او غداری چی پاکستانی مردارو حکومتونو او آی اس آی د طالبانو سری کړی په شميرلو به ئی هم ونه رسيږو . پدی نيژدی ماضی کی مو وليدل چی افغان زمريانو پنجابی چغالان نور هم ذليله کړل . پدی بايد پوه شو چی تبعيض حرام دی ، مسلمانان ټوله وروڼه او يو وجود دی ، د کفارو د تفريق فورمول… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x