ورزش

سويلي افریقا؛ پاکستان څخه د شل اوریزو سیریز هم وګاټه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د سويلي افریقا او پاکستان لوبډلو ترمنځ په دویمه شل اوریزو سیالۍ کې سویلي افریقا لوبډلې پاکستان ته له زړه بوږنونکې لوبې وروسته د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په یاده سیالۍ کې د پاکستان لوبډلې وروستي توپوهونکو د بابر اعظم چټکې ۹۰ منډې په سیند لاهو کړې او په اخره کې یې پښې وښویدې، چې سیریز یې په ۲-۰ وبایله، پاکستان لوبډلې له دې وړاندې د ټیسټ او یو ورځنیو سیالیو سیریز کې هم ماتې خوړلې ده.

د پاکستان او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو دویمه لوبه کې پچه پاکستان وګټله خو سویلي افریقا ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، د ډیويډ میلر ۶۵ او وین ډر ډسن ۴۵ منډو پاکستان ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان لخوا عثمان شینواري په وروستي اور کې ۲۹ او په ټولو ۴ اورونو کې ۶۳ منډې ورکړې، بل خوا حسن علي په ۴ اورونو کې ۴۸ منډې ورکړې، دوی دواړه هیڅ کومه ویکټه هم ترلاسه نه کړه.

په ځواب کې بابر اعظم برق رفتار پېل وکړ چې د ټاکلي هدف په بشپړولو کې یې خورا غوره اغیزمنه لوبه وکړه، خو وروسته پاکستان پرلپسې لوبغاړي له لاسه ورکړل او په وروستي اور کې یې ۱۵ منډې پوره نشوې کړای.

په دې سره د پاکستان هغه ریکارډ چې په شل اوریزو سیالیو کې یې پرلپسې یوولس سیریزونه ګټلي هم مات کړ، په یاد سیریز کې دا دویم وار دی چې بریا ته له نږدې کېدو وروسته پاکستان سیالۍ بایلي.

د یادونې ده چې پاکستان لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې د ۶ منډو په توپير ماتې خوړلې وه، په تېره لوبه کې ډیویډ میلر په غوره ډګر ساتنه او په ننۍ لوبه کې په چټکو منډو جوړونه د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x