افغانستان

یونیسف: تر درې میلیونه ډېر افغان ماشومان بېړنیو مرستو ته اړ دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): یونیسف د افغان ماشومانو په اړه وايي، د بې وزلۍ، نا امنۍ، وچکالۍ، کډوالۍ او ګڼو نورو علتونو له امله تر درې میلیونه ډېر ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د دې ادارې مشرې ادیل خودر هرات کې یوې غونډې ته وویل چې روان میلادي کال کې يې له دې ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۵۰میلیونو ډالرو برابرولو غوښتنه کړې ده.

هغې زیاته کړه په افغانستان کې ټول ۶،۳ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړ دي، چې ۳،۸ میلیونه يې ماشومان دي، چې په دوی کې بیا ۵۷۰زره ماشومان لومړنیو روغتيايي مرستو ته اړ دي.

ادیل خودر دا هم وویل چې دېرش سلنه افغان ماشومان اروايي ناروغۍ لري او تر ۶۰۰زره ډېر له خوارځواکۍ کړېږي.

دا په داسې حال کې دی چې په ښوونیزه برخه کې هم د ماشومانو ستونزې کمې نه ګڼل کېږي، د یونیسف د معلوماتو له مخې شاوخوا ۱۰ میلیونه ماشومانو له زده کړو بې برخې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x