افغانستان

عامې روغتیا وزارت: هر کال نږدې ۱۵زره تنه د سرطان له امله مري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): د عامې روغتیا وزارت وايي هر کال نږدې ۱۵زره تنه په هېواد کې د سرطان ناروغۍ له امله امري او لسګونه زره پرې اخته کېږي.

تېره ورځ له سرطان سره د مبارزې د نړۍوالې ورځې په مناسبت کابل کې د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل، هر کال له ۳۰ تر ۴۰ زره تنه په سرطان اخته کېږي چې نږدې ۱۵زره يې مري.

هغه وویل په مېرمنو کې د تیو سرطان او نارینه‌و کې د معدې او مرۍ سرطان ډېر لیدل شوی دی.

فیروز دا هم وویل چې یوازې په تېر میلادي کال کې ټوله نړۍ کې تر ۱۸میلیونه ډېر کسان پر سرطان اخته شوي چې تر ۱۰میلیونه ډېر يې مړه شوي دي.

په وینا يې ککړه هوا، مخدره توکي، د سرې کړې غوښې خوراک او له فزیکي فعالیته ډډه د سرطان د پیدا کېدو علتونه دي.

نوموړي په همدې مناسبت د اریانا سعید په نوم سندرغاړې د «سرطان د ښه نیت سفیره» وټاکله.

اریانا سعید چې په نیمه بربنډو سندرو يې افغان ولس له کلتور او دیني ارزښتونو د باندې بولي، دې ټاکنې يې هم خواله رسنیو کې توند غبرګونونه را پارولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sakhi Gul

Dear Wazir Sahib salam you are right there are many people dying due to the cancer diseases did anyone think about the causes of CANCER I am sure many people knows but they do not tell the truth I am not a doctor but whtat I realised I want to share with the people who ignore this problem the MAIN cause of cancer in Afghanistan is the use of different poison weapons and the scanner installed in each ministry intrance gate Wazir saihb one of the cause is your ministry scanner that installed in your ministry intrance gate you protect… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x