افغانستان

ټرمپ یو ځل بیا د ځواکونو پر ایستلو ټینګار وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی چې په افغانستان کې پیل کړې جګړې باید ختمه کړي.

هغه تېره شپه له سې بې ایس تلویزون سره خبرو کې وویل، له جګړې ټول ستړي دي او په وینا يې د سولې وخت را رسېدلی دی.

هغه یو ځل بیا د دې جګړې له ملا ماتوونکي اقتصادي باره ګیله وکړه او ويې ویل: « افغانستان کې مو دومره ډالر لګولي، چې نور هېوادونه په کور د ننه په روغتیا، ښوونه او نورو برخو کې نه لګوي.»

دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ د امریکا کانګریس هم له افغانستانه د ټولو ځواکونو له یو ځايي وتلو سره مخالفت وښود.

ټرمپ وړاندې زیاته کړه، له دې نه ختمېدونکې جګړې را وځو او عسکر کورو ته راولو خو په وینا يې «هلته به له نږدې استخباراتي نظارت کوو.»

تر دې وړاندې د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر شیرمحمد عباس ستانکزي له نن ټکی اسیا سره ځانګړې مرکه کې ویلي و، د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړې ته سره رسېدلي دي.

هغه ټینګار وکړ چې د جګړه مارو عسکر تر څنګ که یو بهرنی هم په افغانستان کې پاتې شي، د دوی مبارزه به دوام ولري.

ټاکل شوې طالب راتلونکې دوه ورځې په روسیه کې له افغان سیاسیونو او مخورو څېره سره پر خبرو تېرې کړې.

د شنونکو په باور دا ډول غونډې دا په ډاګه کوي چې طالبان د واک انحصار نه غواړي، له سیاسي، قومي او مذهبي مخورو سره اړیکه کې دي، که حکومتي مشران د افغان افرادو په حیث داسې ناستو کې برخه ونه لري، نور به هم ګوښې ته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

ټرمپ جګړه ختموی.خو چه ایی ایس ایی دا جګړه ختم کول غواړی کنه؟مسله د امریکا او پاکستان په لاس کی ده.فکر کوم پاکستان بیا کباړ ته سترګی نیولی دی،

جميل

ديوانه بکار خود هوشيارست
ټرمپ خپل ډالر بچتول غواړی
پرهغه خيالی سره او شنو باغونو چی امريکايانو مصرف وکړ ثمر ئی ونکړ، دا چی څومره يی سر پکی بايلوی او څومره يی معيوبه او ليونيان شول .
وای ټرمپ ليونی دی ټرمپ تر اوباما او بوش ډير هوښيار دی ټرمپ غواړی له هديری نه ځان وباسی .
ګوری په همدی تيښته ټرمپ انتخابات وګټی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x