میدان وردګ؛ ګډو ځواکونو د پوهنتون د استاد کور له خاورو سره برابر کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): میدان وردګو کې ګډو ځواکونو د کندهار پوهنتون د استاد پر کور چاپه وهلې، کور يې په بمونو الوزولی او دروند مالي زیان يې ور اوړولی دی.

محمد شفیق عمري چې اوس په هند کې ماسټري لولي، وايي له دولته د عدالت غوښتنه کوي او باید غږ يې واورېدل شي.

سپوږمۍ راډيو د هغه له قوله لیکي پېښه څو ورځې وړاندې د چک ولسوالۍ په وله‌خېلو کې شوې ده.

استاد عمري وايي ځواکونو يې کور نړولی او د کورنۍ غړي يې په نیمه یخه شپه کې په زور شړل شوي دي.

هغه وايي اوس يې کورنۍ د خپلوانو کره اوسي او خپل کور کې يې لوټې لوټې شوی دی.

سرچینه د ملي امنیت د ریاست په حواله وايي چې دوی له دې عملیاتو خبر نه دي او په اړه يې څه نه شي ویلی.

دا لومړی ځل نه دی چې ملکي تاسیسات په بمونو الوزول کېږي، تر دې وړاندې هم د عملیاتو په نامه ورته ګڼې پېښې شوې دي چې د شنونکو په باور د دولت او ولس تر منځ يې باور صفر ته را ښکته کړی دی.

تبصرې (2)

  • بيا هم بختور ده، يوازې کور يې وران شوی، کنه دا اردو په څه بنده ده، اکثره ځايونو کې خو يې له وګړو سره له منځه وړي
    چې دا اردو وي ښه ورځ به ونه لرو!

  • د ناملي اردو هواخواهان دې اوس ووايي چې دا اجيره او دښمنه اردو د څه لپاره منحل نه شي؟