افغانستان

طالبان وايي مسکو ناسته کې د راتلونکي افغانستان په اړه دریځ شريکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي مسکو کې د يوې افغان ټولنې په کوربه توب جوړېدونکې غونډې ته يې لس کسیزه پلاوی تیار دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دغه پلاوی به د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ دې غونډه کې ګډون وکړي او خپل دریځ به له ګډونوالو سره شریک کړي.

هغه لیکلي: «د دغه کنفرانس اجندا د افغانستان د قضې په اړه پوهاوی، د دریځونو بیان او د کابل له ادارې ماسوا له بیلابیلو افغان ډلو سره یوه تفاهم ته د لارې خلاصون ښودل شوی دی.»

دا چې طالبان په یاده غونډه کې څه ویل غواړي، په اړه يې ښاغلی مجاهد لیکي، اسلامي امارت غواړي: «له مناسب فرصت څخه په سالمه استفاده خپل شرعي او اصولوي موقف بیلابیلو جهتونو ته څرګند کړي، د اشغال د خاتمې، په هیواد کې د دائمي سولې او د افغان شموله اسلامي نظام د حاکمیت او د راتلونکي افغانستان په اړه د اسلامي امارت پالیسي او کړنلاره توضیح کړي.»

دا غونډه چې ګڼ مخور سیاستوال هم پکې برخه‌وال دي، حکومت وار له مخه د سولې پر پروسه بې اغېزې بللې ده، خو شنونکي يې دا څرګندونې د ګوښه‌توب اظهار بولي.

د شنونکو په باور کابل اداره باید د سولې روانه پروسه کې په شریکېدو سره باید خپل دریځ ډاګیز کړي، که له ورته ناستو نه لا هم ګوښې ته پاتې شي نو دریځ يې به تر اوس هم کمزوری ثابت شي.

په ورته وخت کې قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین له ازادۍ راډیو سره خبرو کې دا غونډه مهمه بللې او ګډونوال يې نفوذ لرونکي اشخاص یاد کړي دي.

طالبانو پرلپسې ویلي چې دوی د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې ټول‌شموله نظام غواړي، چې د ټولو قشرونو حقونه به پکې خوندي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

الحمدلله ثم الحمدلله ۱۸ کاله مخکی د طالب د نوم د اخيستو څخه هم خلک بيريدل ، ډيريو به ويل چي طالبان نور ورک شول خو زما زړه هيڅ وخت دا نه منل ، ن ن له هری لوری د همهغو سپيرو خو پر الله(ج) د مينو مجاهدو استاذو ته په سلام ورځی . دا به نه وايو چی پدوی کی پلانی او پسلانی شته ، څومره چی په آسانی سره کيږی بهتره ده ، الله(ج) بخښونکی دی بخښونکی يی خوښيږی ، هدف خپل هدف ته ځان رسول دی چی هغه د هيواد استقلال او اسلامی نظام قايمول دی ،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x