سمنګان چارواکي: دره‌صوف کې اربکیانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سمنګان چارواکي وايي طالبانو په دره‌صوف ولسوالۍ کې نږدې شلو تنو اربکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي وايي، طالبانو تېره شپه د دره‌صوف پایان ولسوالۍ په دریاګوله سیمه کې د اربکیانو پر پوستو بریدونه کړي دي.

هغه امریکا غږ ته ويلي په برید کې ۱۰ اربکیان وژل شوي او اته نور ټپیان دي او زیاتوي چې اوه تنه طالبان هم وژل شوي دي.

طالبانو د جګړې پخلی کړی او وايي سرتېرو يې د تېرې شپې برید کې ۱۹ اربکیان وژلي او اوه نور يې ټپیان کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د سپکو او درنو وسلو د نیونې تر څنګ د خپل یو ملګري د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

د سمنګان ولایتي شورا وايي، د دې ولسوالۍ نږدې نوي سلنه ساحه د طالبانو تر لاس لاندې ده او مرکز يې د محاصرې شکل خپل کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د