افغانستان

عبدالله د امریکایانو د وتنې ورځې ته د «تیاري» غږ وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، یوه ورځ امریکا وځي او موږ باید هغې ورځې ته تیاری ولرو.

عبدالله عبدالله چې د حکومت نیم شریک دی د امریکایانو وتل د اړیکو د پرې کېدو په مانا نه بولي په وینا يې «د سولې، سیمې او د هېوادونو د سرچینو پر وړاندې د ګډو ګواښونو ژمنې شته چې پر اساس به يې همکاري دوام ولري.»

که څه هم د ګډ حکومت په دویمه ورځ له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک او پوځي اډې په واک کې ورکړل شوې، خو عبدالله غږ کوي چې د بهرنیو ځواکونو د دایمي پاتې کېدو لپاره هیڅ سند نه دی موجود او داسې هیڅ موافقه ورسره نه ده شوې.

وروسته له هغه چې زلمی خلیلزاد له طالبانو سره له اوږدو خبرو وروسته کابل ته را وګرځيد، داسې برېښي چې د عبدالله عبدالله هم د بهرنیانو وتل زړه ته لوېدلي دي.

هغه وايي که څه هم تر اوسه بهرنیو ځواکونو ته د وتلو امر نه دی شوی«خو داسې ورځ ممکنه ده چې بهرني ځواکونه له افغانستنه ووځي او موږ هم باید دغسې ورځې ته تیار واوسو.»

تېره شپه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې دا اوږده جګړه ختمول غواړي او خپل ځواکونه به خپلو کورونو ته ور وغواړي، خو ضمناً يې یادونه کړې چې سیمه کې به له نږدې استخباراتي څار ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x