د افغانستان او سيمې د چارو کارپوه احمد رشید ‏

احمد رشيد: طالبان له قوي ادرسه د مذاکراتو مېز ته راغلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او سيمې د چارو کارپوه احمد رشید وايي، چې د امریکا او افغان حکومت په مقابل کې طالبان ډېر غښتلي دي او د دومره قوت سربېره هم طالبان له امریکا سره خبرو ته حاضر  شوي دي.

احمد رشيد د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې  يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې امریکا له پخوا د داسې امریکا په لټه کې وو، چې  له دوی سره خبرې وکړي، په تېرو وختونو کې د ريچرډ هالبروک په شمول ګڼ شمېر امريکايي ډيپلوماټانو غوښتل، چې طالبانو سره مخامخ خبرې وشي، خو امريکايي  ولسمشر او اسټبلشمنټ د دې فکر ملاتړ نه کاو.

د احمد رشيد په وينا طالبان پوهيږي، چې امریکايي ولسمشر له افغانستانه د خپلو پوځيانو ويستلو ته ژمن دی او دا ژمنه يې د خپلو ټاکنيزو سياليو پر مهال هم کړې وه.

احمد رشيد د امریکا او طالبانو د مذاکراتو په اړه د پوښتنو په ځواب کې وويل، چې طالبان ورځ تر بلې  مخ پر وړاندې روان دي، د افغانستان ۵۵ سلنه خاوره يې تر واک لاندې ده او له قوي ادرسه له امريکا سره مذاکرات کوي او افغان حکومت د  امریکا ګوډاګی بولي او له خبرو ورسره انکار کوي.

د احمد رشيد په وينا طالبان پوهيږي، چې ټرمپ د خپلې ټاکنيزې وعدې له امله له افغانتستانه د پوځيانو ويستلو ته هوډمن دی او د ټرمپ سياسي فلسفه تر ډېره په اقتصاد ولاړه ده.

هغه زياته کړې، چې ټرمپ په دې باور دی، چې  د بهرنيو جګړو پر ځای د امریکا پانګې په داخلي ابادۍ، تعليم او روغتيا ولګيږي.

احمد رشيد وايي: «د ټرمپ له امله د ټولې امریکا نظر اوښتی او زه په دې نظر يم، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص  استازی به هر سهار په دې اندېښنه راپورته کيږي، چې ولسمشر ټرمپ خو به له افغانستانه د امریکايي  عسکرو د ويستلو ټويټ نه وي کړی»

د احمد رشيد په وينا کيدای شي د امریکايي عسکرو د ويستلو لپاره ټرمپ د کوم ځانګړي تړون انتظار ونه کړي.

ښاغلي رشيد د خپلې وينا په پای کې وويل، چې طالبان به تر  هغو اوربند ته زړه ښه نه کړي، تر څو يې نورې سيمې نه وي لاندې کړي، طالبان پوهيږي، چې د سيمې ټول هېوادونه د امریکا د وتلو غوښتنه کوي، هغوی د افغان کشالې په اړه له جاپان، اندونيزيا، روسيې او ټولو هېوادونو سره اړيکې لري، د سيمې ټول هېوادونه د طالبانو نظر ته درناوی لري او دا خبره د افغان ولسمشر اشرف غني لپاره ستر خنډ دی.

avatar
6 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

احمد رشيد بايد پدې هم رڼا اچولې واى چې آيا تالبان خو د پاکستان لخوا دې کار ته ندي اړ کړل شوي؟ ځکه يو ډله تالبان د پاکستاني استخباراتو ډله ده چې هغوى بې رحمه بريدونه هرځاى کوي.

لونګ
میلمه
لونګ

څنګه به یی صفت نکوی. احمد رشید څوک دی یو پاکستانی. د طالبان به هغه وخت د خلکو په زړه نو حکومت وکړی چی هغوی سره د حب وطن مینه وی. پلونه وران نکړی، شفاخانه او مکت بونه ونه سوځوی. او مهمه دا چی اردو او پولیسو ته د آینده لپاره په احترام سره وګوری. کله چیر پیغمبر (ص) مکی ته داخل شو هغه له قریشیانو څخه وسله وانخسته، قریشو ته یی وویل: په دی وسلو جهاد وکړی. خو اوس ګور چی ##ستانکزی وایی افغان دفاعی او امنیتی اردو ته به ضرورت نوی. هغه غواړی چی د آی اس آی… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

د پنجاب دا رښتیا درواغ وییل افغانان سره ښکر په ښکر کوی.او طالیبانو ته نور هم وایی چه سترګو مو سری دی بریدونه کوی،
حالانکه د طالیبانو بریدونه یوازی افغانانو ته تاوانونه رسوی.
جنګی ډلو(##)ته احتراما هیله کوو ،چه بریدونه او د خاوری نیول هیڅ ګټه نه کوی .خبری راوانی دی .صبر وکړی کیدای شی څه ترینه راووځی.

Karwan
میلمه
Karwan

که مجيب ئي که لونګ ئي که غمي ئي او همداسي نور ستاسي ملګري او دالري ياران، دافغان ولس سره مو جفاوکړه او جګړي ته تبليغات کوي، ترڅو خپل دالر تر لاسه کړي. يو وخت به مو مخ تور او په خره سپاره ياستي او داوخت راروان دي، انتظار باسي. کاروان

لونګ
میلمه
لونګ

وایی ګوړه ګوړه یاده وه خوله بدی شرینه وي.
####

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

کاروان یی ،که لار وان یی،کاروان د پنجاب په لوری روان کړی،لاره د هم غلطه کړی.هره ورځ په سل ګونو مسلمانان مری. او ته ورته جهاد وایی.

جميل
میلمه
جميل

احمد رشيد ډير پله بينه انسان دی ، اوس چی يی د طالبانو پله درنه وليده لکه عقل چی يی سرته راغی .

بلال
میلمه
بلال

رشید یوپنجابی دی لکه میجرغفور چه ویلی دی چه طالبان مونژ ارکرچه امریکاسره خبری وکری دکوم دله چه مشران یی ددشمن استخباراتوکنترول کی وی کورونه یی ددشمن هیوادکی وی هغه به کله استقلالیت ولری . ستاسومشران کراچی ،اسلام آباد، کویته پشاور کی دای اس ای ترکنترول لاندی دی پاکستانی پاسپورت باندی مسکو ،قطر ته زی رازی ، هغه به کله مستقله وی هغه به دپنجاب په خوله غژیژی .لکه ستانکزی چه دافغانستان دامنیتی ادارو منحلول غواری داد یوافغان مفکوره ندی داد پنجاب نظر دی چه ستانکزی یی بیانوی ، هرهیوادکی بدلون رازی انقلاب رازی داسی خونکوی چه دهیواد اردو منحل… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ځینی پاکستانی مشهور خبرنګاران یوازی او یوازی د یو ځانګړی ارباب سره د مینځیتوب او مرئیتوب تړون او تعهد لری لکه مثلاً یوسف زی چي مثلاً یوازی د انګرېز په خدمت کی دی خو ځینی پاکستانی خبرنګاران د آزاد مینځیتوب جواز هم لری یعنی کولای شی د هر ارباب په بستر کی د بالښت او بړستن د درلودلو صلاحیت تر لاسه کی چي احمد رشید ئې ښکاره نمونه ده.