حيات الله حيات د کندهار، شاه محمود مياخيل د ننګرهار والي شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سيمه ييزو ارګانو په وړانديز او د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په ځانګړي فرمان د ننګرهار والي حيات الله حيات د کندهار او شاه محمود مياخيل د ننګرهار والي ټاکل شوی دی.

حيات الله حيات نږدې اته مياشتې وړاندې د ننګرهار والي ټاکل شوی و او اوس يو ځل بيا له دې ولايته لرې شوی او د کندهار د والي په توګه ټاکل شوی دی.

شاه محمود مياخيل، چې تر  دې وړاندې يې يو شمېر رسنيو سره د خبريال په توګه کار کړی او له تېرو څو کلونو راهيسې په افغانستان کې د امریکا د متحده ايالاتو د سولې انسټيټيوټ استازی و، چې اوس د ولسمشر له لوري د ننګرهار والي ټاکل شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د