سولې ته اسلام څومره اهمیت ورکړی؟

عبدالحمید راشد

الله ج چې انسان پیدا کړ نو دته یې دوه لاري وښودي یو نیکه اوبله بده او ددي دواړو په اختیار کې یې هم ورته اختیار ورکړ چې بلاخرة دوي په خپلو کې سخت اختلاف ته ورسیدل نو یو بل باندي یې مستقیماً حملي شروع کړي،چې ددي دحل لپاره الله ج دوي ته دحل لارې چارې هم وروښودي نو سوله هم یو له هغه لارو چارو نه ده چې دغه منازعه پرې حل کیږي.

سوله هغه الهي نعمت دی چې په برکت سره انسان دژوند په هدف پوهیږي او دارمتیا ساه اخلي په همدې وجه اسلام کې سوله له یوه خاص اهمیت نه برخمنده ده. نو دهمدې په اړه دزیات تحقیق لپاره قراني ایتونو او احادیثو ته ورځو او دغه موضوع هر اړخیزه چېړو.

الله ج خپل نبي او اوس وخت کې مؤمنان په خپل نصرت قوي کړي. او تل یې دوي ته هغه فتحي او نصرتونه ورکړي،چې مؤمنانو یې خوبونه هم نه لیدل، په لنډه توګه هغه صلح حدیبي ته اشاره کوو، چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له مشرکانو سره هغه شرطونه ومنل چې ظاهراً خو پکې مؤمنانو ته تاوان وه او صحابو ته هم ښه نه ښکاریدل خو الله ج پکې ډیر خير او برکت ایښی وه. مؤمنانو اسرار کاوه او ویل یي چې دالله ج رسوله دلته مونږ ته تاوان دی، خو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له کفارو سره ومنل چې دا پیښه په پوره توګه دسولې په اهمیت راڅرخیږي، او له ورایه دا ترې معلومیږي چې اسلام جنګ نه خوښوي، او تل په سوله باندي ټینګار کوي.

خوکله سوله هم د دولتونو ترمنځ وي، او کله هم د ټولنو او خلکو ترمنځ چې هریو یې ځانګړي اهمیت لري او په لاندي کرښو کې پرې بحث کوو.

لومړي موږ وایو چې الله تعالی سوله فتحه نومولې، اوپه قران کې ورته الله ج دفتحې کلمه کارولي.

الله تعالی فرمایي:

[15] إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا * لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا ،

ژباړه: موږ تاته فتحه درکړي ښکاره فتحه داسې فتحه چې الله تعالی به دهغي پر وجه مخکنې او ورستني ګناهونه دروبښي اوپرتا به خپل نعمتونه پوره کړي، اوسمه لاره به دروښي.

نو الله تعالی دا جنګ په مؤمنانو باندې فرض کړئ، حالاً چې دا جنګ په خپل اصل کې قبیح کار دی، خو الله تعالی دخلافت دقیام او د دین دتمکین او همدارنګه دمظلوم نه دظلم ددفعې لپاره دا قبیح عمل چې هغه وژنه او تورتم دی، حسن لغیره(راوا کړي) ګرځولی اوپه دې کې یې لوي خیر ایښی دی. نوالله ج دلته دغه فساد په صلاح دفع کوي او ظلم په عدل دفع کوي، نو هرکله چې دغه اهداف چې جنګ دهغې له وجهې نه مشروع شوي، په هغه څه باندې لاسته راځي چې هغه په کامله توګه صلاح، خوښي او ارامي ده سراسر امن اوسکون وي، نو دلته دغه حسن لغیره عمل قبیح او ناروا ګرځي، ځګه چې جنګ کاملاً وراني او تیارکي ده او اسلام تل دفساد خلاف،او دامن اوسکون پلوي دی.

نو دهمدې له وجهي الله ج دې عمل ته چې دومره لوی اهداف پرې مرتب کیږي دفتحې خطاب وکړ، اوجنګ یې تر هغه ځایه مشروع وګرځاوه، چې په کوم ځای کې دا اهداف لاسته نه راځې، لکه الله تعالی فرمایې:

ژباړه تاسې ترهغه جنګ وکړي چې څو فتنه ختمه شي او ټول دین دالله شي (دالله دین حاکم شي) نو که دا فتنه اوفساد بغېر دجنګ نه له منځه تلو، نو هلته جنګ په کامله توګه نامشروع ګرځي،

نو دلته هم الله ج صلحې حدیبي ته دفتحې نوم ورکړ ځکه دحدیبي دصلحې په نتیجه کې مسلمانانو لوی لوی اهداف لاسته راوړل چې هغه دچا خوب کې هم نه راتلل اوفتحه هم په حقیقت کې سوله وي ځکه هغه تمکین وي.

همدارنګه دصلحې حدیبي په اړه کې زیات تشریحات دي، په لنډ ډول ورته اشاره کوو.

ژباړه: له ابن مسعود رض نه روایت هغه وایې مونږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره له حدیبي نه را وګرځیدو نو مونږ له رسول الله سره تللو چې دته وحي راغله، او کله په چې رسول اکرم ته وحي راتله نو ډیره سخته به پری تمامیدله، خو دلته درسول اکرم صلی الله علیه وسلم دغه حالت ناڅاپه په خوشحالۍ بدل شو ځکه دا ایت دخوشحالۍ ایت او زیرۍ وه، او هغه تکلیف هم ترې نه لرې شو، نو سمدلاسه یې دا دفتحې ایت تلاوت کړ.

ژباړه:الله ج فرمایې : موږ تاته فتحه درکړي ښکاره فتحه، ددې لپاره چې الله ج ددې په وجه باندې مخنکې او وروستني ګناهونه وبښي، اوپرتا به خپل نعمتونه پوره کړي، اوسمه لاره به دروښي.

نورسول اکرم صلی الله علیه وسلم وویل: څومره لویه خوشحالي! ماشاالله نو مونږ پوه شو چې د حدیبي نه لویه فتحه بله نشته او دا دڅو وجهو نه، چې په لاندې څو کرښو کې ستاسو مخي ته ږدم:

اول: کفار اومشرکین سره مخلوط شول، نو دمسلمانانو ښه اونیک پیغام په دوي مستقیماً تاثیر وکړ، او ډير پکې د دري کلنوپه دوران کې په پوره توګه مؤمنان شول او دمسلمانانو جماعت د تعداد په لحاظ ډیرزیات شو.

امام شعبي وایې: په حدیبیه کې هغه څه د مسلمانانو لاس ته ورغله، چې په ډيرو،وختونو اوغزواتو کې مسلمانانو لاسته نه وه راوړې.

دوهم: په دې کې مسلمانانو ته بښنه وشوه چې دا دمؤمنانو لپاره یوه ښه زیری وه، چې شاید په نورو ځایونو، وختونو او پریکړو کې دا ډول معامله له مؤمنانو سره دالله ج له لورې نه وای شوي .

چې الله ج ورته په دې ایت کې اشاره کوي:

ژباړه : بیشکه الله ج له مؤمنانو نه راضي دی، کله چې دوي له تاسره د ونې لاندې له تاسره بیعت کوي او خپل سرونه دالله ج
په لره کې نذرانې ته وړاندې کوي، خو یو یادونه باید وشي چې دا دالله بښنه فتحه او نصرت الله ج مؤمناانو ته هغه وخت ورکړ کله چې دوي دالله درسول سره په مرګ باندې بیعت وکړ او پریکړه یې وکړه چې عثمان به یا دمشرکین له منګولو نه خلاصوي او ترهغه به مبارزه کوو چې څو پورې مو عثمان رض ددوي له منګولو نه، نه وي خلاص کړي اویا مو خپل سرونه نه وي قرباني کړي، نوهماغه وه چې الله ج ددوي غیرت په دین باندې وکوت نو الله ج بغیر له جنګ نه په ډیر کم تاوان سره ورته لوي لوي فتحه ورکړي.

اوس هم سوله هغه وخت فائده لري چې مسلمانان خو هرډول قرباني ته تیار، وي خو مسلمانان دیو لوي مصلحت په وجه له جنګ نه تیریږي او یا کافر سولي ته غاړه کیږدي لکه دې ایت کې ورته الله اشاره کوي.

الله ج فرمایې ژباړه: که دوي سولي ته غاړه کېښوده نو ته هم ورته غاړه کېږده، اوپه الله ج دې توکل اوباور وکړه.

نو هله به سوله کوو چې دمسلمانانو مصلحت پکې وي او یا کفار ورته غاړه کیږدي،او که داسې مسئله نه وه،نو مسلمانان به خپله مبارزه فعاله او تانده ساتي،څو الله ج کفار ذلېله اوشرمنده کړي اوله نکامی سره مخ شي. دا په دي وجه چې الله ج په قتال اوجهاد باندي زیات ترکیز کړی،او جنت یې دتورو ترسیوري لاندې ګرځولی.

لکه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کې فرمایې ژباړه: جنت دتورو دسیورو لاندې دی. چې په دي اړه زیات دلائل نور هم موجود دي چې په هغي دلته بحث نه کوو بلکې مصادرو ته یې باید رجوع وشي.

دريم: بیعت الرضوان وکړل شو او الله ج خپله رضامندي له مؤمنانو نه ښکاره کړه چې دا مخکي نه وه او دا دمؤمنانو لپاره یو دخوښۍ زیری وه.

څلورم: په دي کې مسلمانانو ته دخیبر ځمکي لاسته ورغلي او مسلمانانو ته اقتصادي پرمختیاوي لاسته ورغلی هغه چې مخکی دا پرمختیاوي نه وي.

پنځم: او په دي کې غلبه حاصله شوه روم ته په فارس باندي چې دا هم دمسلمانانو لپاره یو خوشحالی وه ځکه اهل کتاب په مجوسو باندې کامیابي حاصله کړه او اهل کتاب مسلمانانو ته نژدی وه نو ځکه خوشحاله شول.

نو دا په مختصر ډول د سولې فوائد شول چې دحدیبي په سوله کې مسلمانانو لاسته راوړل.

اوس اګر که سوله په ښکاره تاوان ذلت او رسواي ده،خو فوائد یې له شمار نه وتلي، په دې کې دمالونواوهغه وخت زیاتوالی دی،چې په جنګ کې به له منځه تلل او د همدي له وجهي نه چې سوله زیات اهمیت لري په اسلام کې اوسوله الله فتحه ګرځولي نو دا حدیث ستاسو مخي ته ږدم:

ژباړه:سهل بن حنیف رضی الله عنه فرمایې: موږ له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره دحدیبي په ورځ باندي وو، هغه وایې چې که مونږ جنګ خوښ ګڼلی نو مونږ به جنګ کړی وای، او دا جنګ مو ددې له وجهي نه ونکړ، چې درسول اکرم صلی الله علیه او دمشرکینو ترمنځ سوله وه، نو عمر رضی الله راغي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته راغی، او ددې صلحې په اړه یې رسول اکرم صلی الله علیه ته وویل ای! دالله رسوله مونږ په حقه نه یو؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ولي نه،بیاعمر رض پوښتنه کوي: ایا زمونږ وژل شوي په جنت او ددوي وژل شوي په اور کې نه دي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ولي نه، بیاعمر رض پوښتنه کوي: ایا مونږ په حقه نه یو او دوي په باطله باندې نه دي؟نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ولي نه،بیا عمر رض وویل: نو بیا ولي مونږ دوي ته کمه وایو، او مونږ بیرته مدیني ته ګرځو او خپل هدف نه پوره کوو، ایا الله ج زمونږ او د دوي ترمنځ فیصله نه ده کړئ د اور او دوزخ ؟

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ولي نه، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ای دخطاب زویه! زه رسول الله یم او الله ج هیڅکله هم ما نه خواروي.

راوي وایې:عمر رض الله عنه صبرونکړ او لاړ په داسې حال کې چې په غوصه وه،

نو بیا ابوبکر رض راغی،اوعمر رض وی ویل: ای ابوبکره، ایا مونږ په حقه نه یو او دوي په باطله نه دي؟ نو ابوبکر رض وویل ولې نه، ایا زمونږ وژل شوي په جنت او ددوي وژل شوي په اور کې نه دي؟ نوابوبکر رض وویل ولې نه،

نوبیا عمر رض وویل نو بیا ولی مونږ دوي ته په دین کې کمه خبره وایو؟ نو ابوبکر رض وویل: ای دخطاب زویه دا دالله ج رسول دی او الله ج خپل رسول هیڅکله هم نه خواروي، نوپه دې وخت کې قران کریم کې سورة الفتح رانازل شو نو عمر رض الله عنه ته یې دا سورت ولیږه، نوعمر رض ولوسته، نو وی ویل ای دالله رسوله ایا دا فتحه ده؟نورسول الله صلی الله علیه وفرمائیل: هو، نو عمر رض خوشحاله شو او بیرته وګرځید.

نو په دې حدیث کې دسولې اهمیت په ډاګه معلومیږي اوالله ج مستقیما دې سولې ته فتحه وایې او الله ج پوره سورت دفتحي په نوم نوموي.

ای دامت ځوانانو او مجاهدینو سوله هیڅکه هم ذلت نه دی، کله چې دقران اوسنت په قوانینو برابره وي. نو تاسو هم کله مو چې سوله وکړله، که هغه له هر چا سره وي تاسو ورته ناکامي مه وایې، تاسو ځانونه کم مه احساسوي، دسولې زرین چانس نه پوره فائده حاصله کړئ،هغه شان فائده ترې واخلی لکه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او ملګرو یې چې دحدیبي دسولې نه واخیسته ، هلته رسول الله صلی له مشرکینو نه په امن شو، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دخیبر یهودوطرف ته خپله توجه وګرځوله او دهغوي په خلاف يې جدې مبارزه پیل کړه.

رسول اکرم ددې سولې نه په فائده اخیستلو سره اقتصاد ته توجه وکړه، او د خپل امت لپاره یې اقتصادي لارې چارې ولټولې چې دهغې څرګند مثالونه دخیبر خراج دی،او همدارنګه رسول دژوند نورو برخو ته پام وګرځاوه. او دژوند هره برخه یې دالله په مرسته قوي کړه، ځکه په هغه وخت کې مشرکین د مسلمانانو قوي دښمنان وه، نو کله چې دهغوي نه احساس د امن وشو.

نو مسلمانان د ژوند یو نوي پړاو ته داخل شول، او هر طرف نه د فتحې، فتحې، نارې شولي چې په ډیر کم وخت کې د خلافت او درسول اکرم صلی اللهعلیه وسلم او دهغه دملګرو بحثونه په نړیوالو مجالسو کې شروع شول، او دا په دې وجه چې رسول ص دهغه چا پرضد مبارزه شروع کړه چې هغوي په نړیواله توګه مشهور او له خلکو سره یې اړیکي درلودي او ددوي دین یواځي په مدیني پوري اړه نه درلوده بلکې په نړیواله توګه یې له خلکو سره اړیکه درلوده. چې دهمدي مبارزې پیل دمکې مشرکین هک پک او حیران کړل، او دمسلمانانو نه نور هم په ډار کې ولویدل.

هغه شرطونه چې دوي وروسته له فکر نه په مسلمانانو لازمي کړي ول، دوي هغه بیرته په خپلو غوښتنو فسخ کړل او ترې تیر شول، ځکه الله ج ورته په هغې شرطونو کې لوي مشکلات پیدا کړل، نو دهمدي په اساس دوي دا دفسخې پریکړه وکړه.

دا هغه موقف وه چې زموږ سلفو په سیاست کې د سولي او جنګ په اړه درلود نو اوس هم موږ باید تل دسلفو په پل،پل کېږدو او پکار ده چې همغه شان سیاست په سوله اوجنګ کې هغوي اختیارولو، لري نه ده چې دکامیابي درشلونو ته ورسیږو.
نو اوس باید مسلمانان سوله وکړي او په نظام کې دخیل شي ځکه په دغه شان سولي سره به لاندي مشکلات حل شي:

لومړی: په مسلمانانو کې دقتل قتال ختمیدنه او ددوي د دښمن معلومیدنه،ځکه اوس وخت کې ډیر مسلمانان ترور کیږي چې هغه په ټولنه کې د یو خاص وجاهت نه برخمند وي ، او مسؤلیت یې هم مسلمانانو ته راجع کیږي چې مسلمان هغه کار هیڅ نه کوي بلکې کفار او اسلام دښمنه دا کار ددي لپاره کوي ، څو دمسلمانانو وحدت اویوالی ختم او وپاشي،چې په دې مورد کې ډیر اسلام دښمنه کامیاب شوي.

دوهم: مسلمان به د یو ارام اوهوسا ژوند ساه واخلي چې تقریبا دافغانستان خلک له ډیرې مودي راهیسې له دې نعمت نه بې برخې دي.

دريم: مسلمانان به په اقتصادي لحاظ ډیره سپما وکړي،هغه مصارف چې په جنګ کېدل هغه به د ژوند په نورو برخو کې وشي چې مسلمانان به ورسره قوي شي چې دا به دبریا یو راز او دفتحې یو زیری به شي.

څلورم: دوینو راون رودنه به ودریږي هغه ځوانان چې اوس دلته قرباني ورکوي هغوي به ،په هغه ځای کې قرباني ورکړي چې هغه له دي نه ډیره مؤثر وي او کفارو ته ترې دزیات تاړان طمعه کیږي.

نو دا هغه مشکلات وه چې د سولي په راتګ سره له منځه ځي او حل کیږي.

اوس هغه څه ته راځو چې دسولی له کیدو نه وروسته مسلمانانو ته ورپه غاړه کیږي ،ځکه اسلام هیڅکله مسلمان غافله نه پریږدي بلکه له مسلمان هر وخت حرکت کار او زیار مطلوب دی ځکه دا دنیا دخوب او دغفلت کور نه دی بلکې دا ژوند دحرکت او استعدا ژوند دی،نو ددې دلا ښه تنظیم لپاره باید موږ له سولي نه لاندي فوائد تر لاسه کړو.
چې مونږ یې په لاندي ډول ستاسو مخي ته ږدو:

لومړی: د مسلمانانو د اتحاد اتفاق لپاره کار کول،ځکه دمسلمانانو وحدت ډیر مهم دی او تر دي حده به دا کار کوي چې ترڅو دیو جسد په څېر وګرځي او د دي حدیث مصداق وګرځي، چې په لاندي کرښو کې ورته اشاره کوو:

ژباړه:رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: دمسلمانانو مثال د یوبدن په څېر دي کله يې چې دبدن یو برخه په تکلیف وي نو ټول بدن یې ورسره په تکلیف وي په شبګیر او تبي سره.

او الله ج فرمایې: ژباړه بیشکه مسلمانان سره ورونه دي.

نو ددي اخوت او ورولي د لاښه ټینګښت لپاره باید د ارمتیا په دي زرین چانس کې لاښه پیاوړی شي، او منظمه او منسجمه شي.
دوهم: دتعلیم په برخه کې باید پرمختګ وشي،ځکه کله چې دمکې دفتحي نه وروسته دمسلمانانو تعداد زیات شو نو دا ایت نازل شو چې الله ج فرمایي:

ژباړه یې په دي ډول ده الله ج فرمایې: نوولي نه وځي له هرې ډلې دستاسونه چې دوي پوهه حاصله کړي په دین کې او خپل قوم وویروي کله چې بیرته خپل قوم ته راوګرځيږي. نو پوهه په دین کې له مسلمانانو نه مطلوب ده، باید مسلمانان دپوهي دحصول لپاره هره ممکنه لاره چاره په کار واچوي،ځکه دعلم په زدکړي او حصول سره مسلمان تل ویښ او تاند پاتي کیږي.

دريم:
داقتصاد لپاره باید کار وشي او هغه اقتصادي زیانونه جبران شي، چې په جنګ کې له منځه تللي او خساره یې موندلی،ځکه رسول اکرم صلی الله دحدیبي نه وروسته د خیبر دخمکو خراج همدارنګه په مدینه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د داسې شیانو په فکر کې شو چې هغې سره مسلمانانو اقتصادي رشد کاوه.

څلورم: دټکنالوجي په برخه کې باید پرمختګ وشي،ځکه مسلمانان هغه څوک دي چې اول ځل لپاره یې ټکنالوجي سره اړیکه پیدا کړه. او هارون الرشید دلومړي ځل لپاره ساعت جوړ کړ، چې دفرانسي شارلمان ته یې ولیږه، نوهغه وویل چې دي کې پری ناست دی، او داساعتګر، دقیقګر اوثانیګر ته حرکت ورکوي. نو دي زرین چانس نه باید موږ ټکنالوجی ته په پوره توګه لاس رسی ولرو،څو هغه وسلي هغه د ژوند درفاه وسائل چې مونږ ورته ضرورت لرو،او کفارو جوړ کړي،باید هغه خپله جوړ اوپه هره برخه کې موږ مستقل شو او هغوي ته په هېڅ برخه کې کفارومحتاج نشو، چې په تأسف سره باید ووایو چې دژوند هغه اولیه ضرورات هم مونږ له کفارونه اخلو، او دهغوي په اشیاوو مونږ ځانونه سمبالوو.

پنځم: تل باید داستعداد حالت کې یو نه دا چې مونږ خپلو خوبونو ته ادامه ورکړو نورو کفري هېوادنو په خلاف پلانونه جوړ کړو اودغه شان يو پیاوړي ځواک راجمع او جوړ کړو څو ددي یرغلر او اشغال پوښتنه ترې وکړو،او مقابل کې پرې بیرته حمله وکړو او له دفاعي نه تعرضي حالت ته ورګرځو.

شپږم: دجومات،مدرسي اومکتب ترمنځ پیدا شوی واټن له منځه یوسو او دغرب دغه شوم پلان له منځه یوسو، او په هره برخه کې نوي اکتشافات او څیړني وکړو،څو دتورتم نه دسپیني رڼا به لور وګرځو، چې دا هر وخت او زمان کې له مسلمانانو نه مطلوب ده،چې دا به مخکي ځي نه شاته دا به حرکت کوي نه سکون نو الله ج دي زموږ ټول اقشار سره په یوه ټغر راټول کړي.

اووم: په اخره کې باید مسلمانان دژوند هره برخه کې پرمختګ وکړي، نه ورسته پاتي والی ځکه داپست پاتي کیدل دمسلمانانو دي واضحه پیغام سره سمون نه خوري.

نو دا هغه څه وه چې مسلمانانو ته وروسته دسولي دبرقرارې نه متوجه دي، چې باید مسلمانان یې له لاسه ونکړي او دا چانسونه ته داحترام په نظر وګوري،او دا سوله دالله ج یو فضل اواحسان په ځان وبولي، اوتل دالله تعالی شکر وباسي چې کفار دي حالت ته راغله چې سولي ته تسلیم شول،او دمسلمانانو په مقابل کې یې وزرې ښکته ونیولي او سولي ته تسلیم شول.

هغه ورونه چې په په دي لاره کې یې قرباني ورکړئ او دشهادت لوړ مقام ته رسیدلي، دهغوي قرباني له پامه ونه غورځوي، او دهغوي وینو ته کاملا احترام ولري.

ژرده چې مسلمانان به دسولي په برکت هغه څه ته ورسیږي چې تصور یې هم نه کیده، ژر ده چې مسلمانان به ددې سولي په برکت هغه فتحي اونصرتونه وګوري چې محمد صلی الله علیه وسلم او ملګرو یې وروسته له حدیبي نه لاسته راوړل، نو مسلمانان به هم دغه شان فتحي او نصرتونه وګوري، اوډیر ژربه دکامیابی درشلونه ددوي دقدمونو لاندي شي.

دا هغه څه وه چې ما ستاسو مخ ته دسولي داهمیت باره کې کیښودل، الله دي مسلمانانو ته، تل فتحي نصرتونه ورکړئ، ما هم په خپلونیکو دعاوو کې یاد کړئ.

د یو تل پاتي نه ختمیدونکي سولي په هېله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د