پاريس کې د اورلګېدو له امله اوو تنه وژل شوي او لسګونه ټپيان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د فرانسې پلازمېنه پاريس کې يوې  ودانۍ کې اور لګېدلی، چې له امله يې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

فرانس پرېس خبري اژانس ويلي، په يوه لوړپوړيزه ودانۍ کېد اور لګېدو په دغه پېښه کې اووه تنه وژل شوي او لسګونه نور  ټپيان دي.

د اور وژنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او هڅه کوي، چې د اور د خپرېدو مخه ونيسي.

فرانسوي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي او نه هم د پېښې نور جزيات ښکاره شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د