نظــر

اشرف غني که عباس ستانکزى ملامت؟

محمد عمر منصور

اشرف غني څو ورځې وړاندې له يو ټلويژون څخه د پخلاينې په روانو خبرو د تبصرې په وخت يو ځل بيا طالبان په پرديپالنه تورن کړل او له هغوى يې د جګړې نه کولو (تسليمي) غوښتنه وکړه.

د اشرف غني له دې وينا وروسته نن ټکى اسيا د طالبانو د سياسي دفتر له پخواني مشر عباس ستانکزي سره مرکه وکړه.
عباس ستانکزى د سولې روانو خبرو و پايلو ته خوشبين و، خو د اشرف غني د اردو په جوړښت يې توندې نيوکې وکړې، هغوى يې د پرديو د کرايې قاتلان و بلل او په راتلونکي کې يې د ژور اصلاحاتو وروسته خواهشمندې برخې ته يې په خپله اردو کې د ضم کولو اشاره وکړه.

د اردو په اړه د عباس ستانکزي څرګندونو په ټولنيزو رسنيو کې ګڼ د توافق او تردد نظرونه له ځان سره ولرل.

قدرمنو لوستونکو!

افغانستان اوسمهال يقيناً له ډېر نازک او حساس پړاو څخه تېرېږي، اوس وخت کې ستاسو يا سياسيونو وړه غلطي هم لويې ـ لويې ستونزې زېږولى شي، د اسلامي او ملي ګټو په خاطر کم له کمه د دې ليک د لوستو لپاره خپلې شخصي او ګوندي ګټې څنګ ته کېږدئ، په بشپړه توګه ځان بېطرفه او خپلواک افغان کړئ ترڅو په حقايقو په آسانۍ سره پوه شئ.

ښاغلو/اغلو لوستونکو!

دلته به لږ وروسته د ځينو هغو پټ تړونونو څخه هم پرده پورته کړم چې چا او ولې له پاکستان سره لاسليک کړي دي، راځم اوس خپلې خبرې ته که مونږ د يوه سوچه افغان په حيث په نويمو کلونو يو سرسريز نظر هم وزغلوو، پوه به شو چې د نويمو کلونو د خپلمنځي جګړو په وخت چې د خلکو په سرونو به مېخونه ټک وهل کېدل، له ښځو به سينې پرې کېدلې، زورواکو به له هلکانو سره ودونه کول او نږدې وه چې همدا زورواکان ښکلى افغانستان په څو ټوټو سره وويشي، له نېکمرغه همدې وخت کې د افغانستان مېړنيو زلمو د مجاهد ملا عمر په مشري د همدې مظالمو خلاف پاڅون وکړ او د افغانستان لپاره يې د يوې منظمې اردو شکل اختيار کړ، له دې خوشبختانه له دې زلمو څخه جوړې اردو تجزيه کېدونکى (وېشل کېدونکى) افغانستان له تجزيې وژغوره، د هغه وخت بدامنه افغانستان يې د نړۍ په سطحه په يوه مثالي باامنه هېواد بدل کړ.

د همدې اسلامي او ملي اردو غيرتي زلميانو په افغانستان د امريکې په مشري د کفارو د بريد او اشغال په وړاندې اتلس کاله پرته له کوم معاش او امتياز د وطن د آزادۍ، خپلواکۍ او اسلامي نظام لپاره ښه په مېړانه د جنګ ډګر ته حاضر شول او هلته يې هر ځلې د الله په نصرت بريا قدمونه ښکل کړل.

همدا وياړلې، اسلام او هېواد ته په ريښتينې توګه ژمنه اردو او د هغوى راهبران چې اويا سلنه ځمکه له خپلې ولکې لاندي لري، که اشرف غني يې د خپلې بېواکۍ، غلامۍ په خاطر بې بنسټه په پرديپالنه تورنوي همداراز دا د افغانانو ريښتونې وياړلې اردو ختمول غواړي، مالومه خبره ده چې غبرګون کې عباس ستانکزى هم حق لري چې د امريکې لخوا جوړه د سمت پرستو، اشخاص پرستو، لواطت کارو، زانيانو او کرايې قاتلانو وسله واله ډله کې د ژور اصلاحاتو راوستو او خواهشمنده برخه يې د خپلې وياړلې اردو سره د ضم يا يو ځاى کولو په اړه څرګندونې وکړي.

نوټ: داسې ډېرې پېښې په ځلونو رسنيزې شوې دي چې د ښوى مخو کم عمره هلکانو په سر د عسکري ځواکو پوستو يو له بله خونړۍ مرګوني جګړې کړې دي، همدا اوس څو مياشتې مخکې هم يو راپور رسنيز شو چې يو قومندان د نورو عسکرو سره يو ځاى د خپل بل عسکر په مېرمن به هر وخت جنسي تېرى کاوه، اردو کې د بچه بازۍ په اړه څو ځله نيو يارک ټايمز ورځپاڼې هم په راپورونو کې خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې.

دې ناوړه پېښو ته ځکه فردي جرم نشو وېلى چې دا هر وخت په ډله ايز ډول تر سره شوې دي.

د عباس ستانکزي غوښتنه اصل کې د ولس غوښتنه ده، ځکه ولس داسې يوه وسله واله ډله (اردو؟) نشي زغملى چې هغه دې د چا ناموس يا کشرانو هلکانو بې عزتي ته ګواښ وي يا هم د ملي ګټو پر ځاى د زورواکو ګټو ته ژمنه وي يا په ټوله کې د ځينو نړيوالو دښمنانو په اشارو په راروان وخت کې د افغانستان ثبات ته خطر شي.

ډېر حيرانوونکى ځاى دا دى چې دلته هغه خلک په ډېره سپين سترګۍ په طالبانو د پرديپال تور پوري کوي چې خپله يې د ټولې نړۍ د کفري نيواکګرو سره د اشغال د تداوم تړونونه لاسليک کړي دي او اوس هم د پاته کېدو لپاره د زاريو خطونه ورلېږدوي، له روس څخه د خپلو افغانانو د وژلو لپاره کلاشنکوفونه او له هندوستان څخه د خپلو افغانانو د بمبارولو لپاره چورلکې ترلاسه کوي همداراز له پاکستان سره له افغان ولس څخه په پټه استخبارتي تړونونه لاسليکوي چې په پايله کې يې پاکستاني فوځيان وتوانېدل چې د افغان په خاوره کې د افغانانو خلاف نظامي عمليات وکړي، په ډيورنډ کرښه اغزن تار وغځوي او له صفري نقطې دېخوا خپل نظامي تأسيسات تعمير کړي.

يو بېطرفه باشعور له حالاتو باخبر افغان اوس ښه په آسانۍ سره دا پرېکړه کولى شي چې اشرف غني ځان ډېر احمد شاه ـ احمد شاه کوي خو که شاه شجاع سر راپورته کړ د ده په کړنو او غلامۍ به وشرمېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد صافی

ستاسی نظر دی
تر کومه چی په## تورونه پوری شو نو تر ډیره حده حقیقی بڼه لری
تاسی پدی هم سترګی مه پټوی چی طالبان هم #####

لونګ

حقیقت ته نباید تورنه وویل شی. ########

لونګ

طالبان غواړی چی د آی اس آی په اشاره یو ځل بیا د مجاهدینو لړی تکرار کړی، اردو ړنګه کړی، اداره له منځه یوسی او خلک احتیاج او محتاجه د پنجابیانو وګرځوی. خو دا خل به دا ارمان ځان سره ګورته یوسی. پدوی کی خد اقل یو داسی با غیرته افغان نشته چی ووایی د کلونو لاسته راوړنه باید حفظ شی، مجهزه اردو او امنیت باید نور هم تقوینت شی، مونګه به آینده کی دښمنان لرو دا وطن په چا وساتو، آیا دومره توان به طالبان ولری چی له سره یوه منظمه اردو بله جوړه کړی. ##### هغوی به بیا… نور لوستل »

غوربندي

لونګه

طالبان منظم او تربيت يافته ځواکونه لري، اجيرو لوطيانو ته اړتيا نشته.

پتنګ

لونګ صیب ته په خیرات باندې لوی شوی یې !
زه به يوه سپینه خبره درته وکړم !
امریکایان به نور دالر در نکړي چې تا او ستا ګرانه اردو پرې وچلوې هغه په خپله له منځه ځي په خیرات او دسوال په ډوډۍ او په مړو سترګو له هیواده دفاع نکیږي !
د افغانستان اردو به په هر ۲۱ کلن ځوان فرض وي اونه دامریکايې دالرو په مذدوري !
زالقعدن سخت دی کلمه تېره کړه، سترګې د پټې کړه چې درد دې کم شي !!

غ.حضرت

لونګه وروره!
ستا د نظر په تائید، د وزیر اکبر خان د تپانچې د اور لمبه دومره تُنده وه چي د مکناټن د بچانو د غچ او انتقام لمبې ئې حتی د یوې پېړۍ په اوږدو کی هم ندی خاموشه سوی او معلومه نده چي دا شیطانی انتقامی لمبې به کله ایرو ته تسلیمی شی.

غوربندي

غ. حضرت صاحب که تاسو خدای مکړه د مکناټن په سومبه کولو پښېمانه ياست او يا مو دا عقيده وي چې د افغان غازي ګولی يې نبايد تر کافر ټټر ختلې وای، نو پوه شه چې ضمير مو له پيدايښت وړاندې په عدم کې غلام وو. مونږ او تاسو بايد ميليون ځله د الله ﷻ شکر وباسو چې انګريزان د ميوند له سپېڅلې ميدانه هغسې وتښتېدل لکه څنګه چې يې نيکونه تښتېدلي وو. مکناټن خو له يوه ټس سره مردار شو خو ميلر په کندهار کې د غازي ابودجاجه رحمه الله د ډزو له ويرې ټيزونه واچول او خپلو چارواکو… نور لوستل »

Ronagul Aryobsei

محترم منصور صاحب، هغه څه مو چې دنویموکلونو دوحشتونو په هکله لیکلي دي، زما په نظر حقیقت دی،خو دا هم حقیقت دی چې اشرف غني پکې برخه نه درلوده.هغه څوک چې دخلکو په سرونو يې میخونه ټک وهل،دښځو سینې يې پرې کولې، هلکان يې واده کول اوبیايې دطالبانو دحکومت په خلاف دامریکايي یرغل له پاره زمینه برابره کړه او دهغوی په ملاتړ يې په افغانستان کې دنړۍ په کچه دریم فاسد دولت جوړ کړ،هغوی همدا نن-په۵/۲/۲۰۱۹ نیټه- دستانکزي په مشرۍ دطالبانو دلوړ پوړي هیئت سره په خبرو لګیا دي، نو ولې داشرف غني سره خبرې نه کوي؟ ماته نه اشرف… نور لوستل »

حکیمي

اریوب زی صاحب له اشرف غني سره هم دفرد په حیث خبرې کوي نه دحکومت په حیث
که له اشرف غنی سره دحکومت په حیث خبرې وشوې نو دامعنا چي ډیورند طالبانو په رسمیت وپیژنده ځکه اشرف معامله ورباندې کړې ده اوځینې نورشرمونکي کارونه چي دحکومت دمنلو په صورت کې یې منل له قانوني پلوه په طالبانو لازمي ګرځي

مجاهد

د حق او باطل جنګ ځانله په مرمیو نه بلکه په میدیا کی هم په ګرمۍ سره روان دی. نوی سلنه پاڼی ، ورځپانی ، فیسبوک، تلویزونونه او بلاخره ټولی رسنی د دجالی استعمار خپلی او د پاتی لس سلنی زیاته برخه چه د نورو مالکیت هم دی د دجال په رشوتو چلیږی چه څه ورته وایی هماغه لیکی. د نن ټکی اسیا په شان خپلواکی پآڼی فکر کوم هغه لیکنی خپروی چه د اسلامیت او افغانیت سره په ټکر کی نه دی مګر د تبصرو اړخ یی هر خس او خاشاک ته ایله پریښی، دجالی مچان پکی وخت ناوخت… نور لوستل »

جميل

د منصور صاحب دى اجرونه په نصيب شى ديره شه ليكنه يى كرى خو د د په ليكنه به هغه سوك پوه شى چى يو سه ايمان، غيرت او عقل ولرى .

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx