افغانستان

د بين الافغاني سولې په موخه طالبان او افغان سياستوال نن مسکو کې ناسته کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د روسيې پلازمېنې مسکو ښار کې د افغان ټولنې په کوربه توب نن د طالبانو او افغان سیاستوالو دوه ورځنۍ ناسته پيلېږي.

ټاکل شوې، چې په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې د طالبانو د لس کسیز پلاوي سربېره څلوېښت پخواني چارواکي، سياستوال او د مدني ټولنو فعالان ګډون وکړي.

طالبانو منلې، چې په دغه ناسته کې د قطر د سياسي دفتر پخواني مشر ملا شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ لس کسيز پلاوی ګډون کوي.

همدارنګه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ شاوخوا څلوېښت کسان له کابله دغې غونډې  کې د ګډون لپاره مسکو ته رسېدلي دي.

له ښاغلي کرزي سره په دې سفر کې د هغه پخوانی مرستيال محمد يونس قانوني، د  ګډ حکومت د ملي امنيت پخوانی سلاکار حنيف اتمر، د ګډ حکومت د اجرائیه رياست دوهم مرستيال محمد محقق، د اوبو او برېښنا پخوانی وزير او د جمعيت اسلامي غړی اسماعيل، د بهرنيو چارو وزارت پخوانی مرستيال حکمت خلیل کرزی، د افغانستان د  بهرنيو چارو پخوانی وزير مولوي  وکيل احمد متوکل، په اسلام اباد کې پخوانی سفير ملا عبدالسلام ضعيف او يو شمېر نور سياستوال، د مدني ټولنو غړي او د سياسي چارو کارپوهان ملګري دي.

د دغې غونډې ګډونوالو ويلي، چې د مسکو ناسته به د سولې  روانې پروسې او بين الافغاني تفاهم کې مرسته وکړي.

که څه هم د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت د مسکو په ناسته نيوکې کړي او دا يې د سولې روانو هڅو پروړاندې د خنډ جوړولو هڅه بللې، خو د سياسي چارو کارپوه او د مسکو ناستې ګډونوال وحيد مژده طلوع نيوز ته ويلي، چې د مسکو ناسته له افغانستانه د امریکايي پوځيانو له وتلو وروسته د افغانستان وضعيت او سوله ييز حل ته د رسېدو په موخه جوړيږي او د هېڅ لوري او حکومت پر ضد نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد ظاهر حلیمی

دعباس ستانکزی لخوا دافغانستان اسلامی امارت په استازیتوب چې ملی امنیتی ځواکونوپه اړه کومه اعلامیته خپرشوی دهېوادوالواذهان یی دامارت په اړه شکمن کړی دی او کوم محبوبیت چې امارت دعامو وګړو په زړونوکی درلوده دهغی کچه یی راتېټه کړی ده دامارت چارواکی باید په ملی موضوعات کی ملی پیغام ملت ورکړی دکونډو شهیدانو وینوته دی درناوی ووکړی داوسنی وسلوال فوځ څخه ددی دملک په دفاع کی کارواخلی
په درنښت

امیر خان

اوس نو ستانکزیی بچه کاکایی معصوم ستانکزیی که خوار ظابطی را تعلیم نموده سرپرستی سیاست افغانستان به بیش میبرد جای افسوس است

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x