افغانستان

مسکوناستې ته حکومت نه دی غوښتل شوی، که يې انکار کړی؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): نن په مسکو کې د طالب پلاوي په ګډون د لومړي ځل لپاره پراخه بین الافغاني ناسته کې پیلېږي، چې سبا به هم دوام وکړي.

دې ناسته کې تر څلوېښتو پورې مطرح سیاسي څېري د افغانانو په کوربه‌توب برخه اخلي، خو افغان حکومت پکې برخه نه لري.

د غونډې تر جوړېدو نږدې اوونۍ وړاندې راپورونو دا غونډه د روسيې له لورې جوړېدونکې وګڼله او حکومت بې له ځنډه وویل چې دا غونډه پر سوله‌ییز بهیر کومه مثبته اغېزه نه لري، خو د روسيې سفارت د اعلاميې په خپرولو سره وویل چې دا غونډه دوی نه؛ بلکې روس‌مېشتو افغانانو جوړه کړې ده.

پوښتنه دا ده چې دا خلک پر کوم معیار بلل شوي او ایا حکومت ته بلنه ورکړل شوې که حکومت پخپله له ګډونه انکار کړی دی؟

د دې غونډې د برابرونکو له ډلې جنرال غلام محمد جلال له اشنا تلویزون دری خپرونه کې وویل، دوی دا کسان پر کوم معیار نه دي ور وغوښتي، بلکې د ګډون لپاره يې له رسنیو نه اعلان کړی و، هر څوک چې توانېدلي او زړه يې و ګډون وکړي ګډون يې کړی دی.

هغه وايي دوی نه کوم رسمي ادرس دی او نه يې هم ګډونوالو ته رسمي بلنې لېږلې دي، هغه د حکومت د نه ګډون په اړه وویل، دا بین الافغاني مذاکرات دي هر څوک چې پکې ګډون کولی شي دوی يې د منځګړي او کوربه په توګه هرکلی کوي.

دا چې ولې دا ګام اوس واخیستل شو، په اړه يې جنرال جلال وايي وړاندې تر دې دا ډول ناستو ته زمینه نه وه برابره شوې او د جګړې ټولو اړخونو دا تحمل نه درلود چې سره یو ځای کېني، هغه ټينګار وکړ چې دلته کومه پرېکړه نه کېږي یوازې د بین الافغاني ډایلوګ لپاره لومړنی ګام دی.

دا چې ولې دا ګام په یوه بهرني هېواد په تېره بیا روسیه کې اخیستل کېږي، نوموړی يې دلیل دا په ډاګه کوي چې په روسیه کې مېشت لویه کتله افغانان په روانو اتلسو کلونو کې داسې پاتې شوي چې د یو لوري اړخ يې هم نه دی نیولی او ټول پرې باور کولی شي، ضمناً يې یادونه وکړه چې راتلونکې کې به په افغانستان کې د ننه هم ورته غونډې ولري.

دې غونډې ته د حکومت دوه سلاکاران او د سولې شورا درې غړي هم د افغانانو په حیث ورغلي او طالبانو هم لس‌ کسیزه پلاوی د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ لېږلی دی.

طالبانو ویلي دوی به خپل دریځ، هلته په ډاګه کړي او ګډونوال سیاستوال وايي دوی به ورسره شته اندېښنې د طالبانو مخې ته کېږدي.

دا د روانې جګړې په اوږدو کې د سولې په هڅو کې د خپل ډول لومړنۍ غونډه بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

که حکومت غوښتل شوی نوی او یا یی اینکار کړی وی په دواړو صورتو کی حکومت هم مهمه ده. کله چی د سولی خبری کیږی نو د هر چا سره بالخصوص هغوی چی د جنګ برخه ده باید ورسره د خبری وشي. طالبان خو څه هغه پخوانی پاک خلګ ندی هغوی هم په سل ګونو کسان مړه کړی، د خلکو اولادونه یی یتمان کړی، د خلکو ښځی یی کونډی کړی، هغوی دی داسی خیال نکوی چی والله مونګه د خلکو په زړنو کی ځای لرو نه، خلک له طالبانو نه هم سر ټکه وي او له حکومت نه هم.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x