افغانستان

عبدالله د مسکو ناسته کې د سیاسيونو ګډون د هغوی «حق» دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي، په مسکو ناسته کې له طالب پلاوي سره د سیاسي څېرو ناسته د هغوی حق دی.

هغه د وزیرانو شورا پرونۍ ناسته کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د یادې ناستې په اړه هم نظر څرګند کړ او ويې ویل دوی باید هلته خپل نظر وړاندې کړي.

عبدالله له ګډونوالو هیله وکړه، چې له «جمهوري نظام او لاسته راوړنو» دفاع وکړي او په وینا يې «ملي ګټې» په پام کې ونیسي.

هغه دا هم وویل چې سیاستوال باید له حکومت سره یو ځای واحد ولري، هغه ومنله «زموږ له کمزورۍ تبلیغاتي میدان د طالبانو لاس کې دی.»

په ورته وخت کې محمد اشرف غني د دې ناستې په اړه مستقیماً څه نه دي ويلي، خو د تېرې ورځې په څرګندونو کې يې ګډونوالو ته یوه اشاره ښکارېږي.

دې ناسته کې ډېری د تېر جهاد مطرح څېرې هم برخه لري، محمد اشرف غني د همیشني عادت له مخې د پېغور په ډول په چیغو وویل، دا فکر دې له ذهنه وباسي چې زموږ ټانګونه به د کباړ په ډول پر ګاونډیانو وپلوري!

دا غونډه چې دوه ورځې به دوام ولري، پکې ګډونوال سیاستوال وايي دوی به خپلې اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړي.

د دې غونډې یو تن ګډونوال وحید مژده وايي، طالبان به هم خپلې څرګندونې ولري او موږ به هم ځينې هغه اندېښنې چې د سولې د روانې پروسې په اړه له ځینو سره پیدا شوې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړو.

عبدالله عبدالله تېره ورځ دا هم وویل چې بهرنیان وځي او موږ باید د دوی د وتلو ورځې ته «تیاری» ولرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x