
چارواکي: کندوز کې دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کندوز چارواکي وايي د دې ولایت مرکز کې د طالبانو په ډلهییز برید کې لسګونه عسکر وژل شوي دي.
د کندوز د ولايتي شورا مرستیال وايي طالبانو د ګلتېپې په تیلاوکه سیمه کې ۲۵ عسکر وژلي او مهمات يې له ځانو سره وړي دي.
د کندوز امنیه قومنداني هم جګړه مني، خو د تلفاتو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.
طالبانو د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي، ۳۰ تنه عسکر يې وژلي او درې پوستې يې نیولې دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «دېرش تنه عسکر وژل شوي، چې د یو شمیر جسدونه یې د جګړې په میدان پراته دي، خورا ډیره سپکه او درنه وسله او مهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلې.»
نوموړي زیاتې کړې: «مجاهدینو ته زیان نه دی رسیدلی.»
ډیر ښه چی بد ګرځی بد به پرځی ددی اجیر دولت په وژنه ځه ډیر خوشحالیږم ځکه دا هغه خلک دی چی د امریکا ملاتړ کوی او د امارت مجاهدین نه پریږدی چی د امریکایانو ملاوی ورماتی کړی.
طالبان د اسلام دین ولس اوهیواد نه دفاع کوی او دو د امریکایانو دفاع کوی.