نظــر

کومې ۱۷ کلنې لاسته راوړني؟!

کریم الله زاهد

شاوخوا ۱۷ کاله وړاندي امریکا د خپلو ملګرو سره یو ځای د هیواد پر مسلمانې خاورې وحشي یرغل راوړ او د افغان ولس ټول مشروع حقوق یې تر پښو لاندي کړل.

دې اشغال نه یوازي دا چې د هیواد خاوره او اراضي وګواښل، بلکي د افغانانو د ژوند ټول دیني، اقتصادي، اجتماعي او تعلیمي اړخونه یې تر ګوزار لاندي راویستل. خو دا چې افغانان یې په وړاندي په پوره تمانت او زړوتیا سره وجنګېدل، او ۱۷ کاله د جهاد په اوږدولو یې امریکا په پوځي او اقتصادي لحاظ د ماتي تر پولې ورسول، ځکه خو اوس د سولې کچکول ګرځوي او له طالبانو سره د افغان مقاومت د نماینده په حیث مسلسلې غونډي کوي. خو بل پلو ددوی تالۍ ځټي چې د امریکا اشغال ورته حیاتي ارزښت لري په وارو وارو همدا خبره تکراروي چې امریکا باید په افغانستان کې ۱۷ کلنې لاسته راوړني په اوبو لاهو نه کړي.

سوال دا دی هغه کومي لاسته راوړني دي چې دوی یې پر ضیاع ویریږي او له امریکا یې د ساتنې غوښتنه کوي؟

ځواب واضح دی، امریکا تر خپل اشغال وروسته په نړۍ کې یوازنی اسلامي نظام له مینځه یووړ او پر ځای یې د ډیمکراسۍ، غربي قوانینو او بشري حقوقو پر بنسټ ولاړ نظام رامنځته کړ. دې نظام نه یوازي دا چې د دین او سیاست د بیلتون پالیسي پر مخ یووړه، بلکي د اسلام دین خصوصا سیاسي جوړښت یې نوي نسل ته د بېرته پاتي والي، ارتجاعیت او د جبر، ظلم او بربریت په حیث معرفي کړ.

د هیواد ټول حکومتي نظام یې د ډیمکراسۍ او سیکولرزم پر اساساتو ودراوه، وروسره یې د ادارې فساد لمن دومره پراخه کړه چې یوه اداره ترې خلاصه نه وه او افغانستان یې په ځلونو د نړۍ لومړی فاسد نظام راویست. د نشي توکو لوی کاچاک د همدې فاسد رژیم د قومندانانو او وزیرانو لخوا کیدی چې له امله یې په میلیونونو افغان ځوانان په نشه یې توکو روږدي شول.

په معنوي برخه کې یې د افغانانو د دیني او اجتماعي ارزښتونو بې دریغه اهانت او بې حرمتي وکړه. په ښکاره یې د قرانکریم نسخو ته اور واچاوه، د سپي پر تصویر یې د توحید پاکه کلمه رسم کړه، په هیواد کې یې بې شمیره کلیساوي او تبشیري مراکز فعاله کړل او د عبدالرحمن پنچشیري په څېر د علني مرتدانو ښکاره دفاع یې وکړه. ځوانان یې له علیا مقاصدو څنډي ته کړل او هغوی یې د لهو، لعب او لایعني کارونو داسي ډنډ ته ور ټېل وهل چې جبیره کول به یې کلونه کلونه وخت ونیسي. پوهنتون او مکاتبو او حتی وړکتونونو ټول تعلیمي نصابونه یې دسیکولرزم، پردي پالني او معاصر غربي جاهلیت په زهرو ککړ کړ، په ټول هیواد کې یې د ښځو او ځوانانو ګډ تعلیمي ماحول رامنځته کړ او ددې سره هم مهاله یې د ډرامو، سرایانو او ټلویزیونو په وسیله د فحشا او بدلمنۍ بازار داسي ګرم کړ چې لویو احتجاجونو یې هم مخه ونه شوای نیولای.

په هیواد کې یې د قومي او سمتي تعصب او نیشنلیزم داسي زړي وشندل چې پر یوه سترخوان به یې بیا سره راټولول کلونه وخت ونیسي. هزاره یې د پښتون، پښتون یې د تاجک پر وړاندي ودرلول، د داعشي پدیدې په پاللو یې دلته هم د مذهبي اختلافاتو د راټوکولو کوښښونه وکړل.

همدارنګه ددې ۱۷ کلونو په جریان کې یې د هیواد پر ځمکه په زرګونو بمونه راوغوځول، په لسګو زر افغانان یې شهیدان او زخمیان کړل، په لسلګونو زره ماشومان یې یتمیان او ښځي بې خاونده کړې. په همدې اندازه یې د هیواد پرېښودلو ته اړل کړل، درست کلي یې له خاورو سره سم کړل، مدرسې او مساجد یې لوټي لوټي کړل، پر ودونو، جنازو، فاتحو او ټولنیزو محلفونو یې بمباردونه وکړل او پر ټول هیواد یې د ویر او ماتم پراخ څادر وغوړاوه.

همدا هغه ۱۷ کلنې لاسته راوړني دي چې د امریکا غلامه طبقه یې پر ضیاع ویریږي او له امریکا یې د ساتنې غوښتنه کوي، ځکه ددې لاسته راونو شتون ددوی وجود تضمینوي او دوی ته په هیواد کې دپاتي کېدلو چانس په لاس ورکوي، که نه له ډیمکراسۍ او سیکولرزم، معنوي اهانت، قومي تعصب، فحشا او عریانۍ او قتل عام ورهاخوا نوري کومي لاسته راوړني دي چې دا پردی کِشر یې پر له مینځه تللو ویریږي؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د اتلس کلن اشغال مریی او غیر مریی لاسته راوړنې: 1- د بیان د ازادی په نوم په ملي او دیني ضد اظهاراتو د نوی نسل ژبې روږدول. 2- د ستاره افغان په شان پروګرامونو او ترکي ډرامو باندې د بې بندو یاره ځوانانو روزل 3- مزخرف خپل سري سټلایټ تلویزیوني او راډیویي چینلونه 4- د امن د مینو په نوم پتمنې پېغلې ملکي ملکیت جوړول 5- بې حیایي، بې حجابي، د زنا او لواطت ټول مقدماتي رواجونه 6- د نوي نسل بې دینه کول 7- پټ عیسوي مراکز فعال ساتل 8- بې خرته بې هدفه اجرتي ژونالیزم حاکمول او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x