نړۍ

ميډل ايسټ ای: برتانوي ځواکونو په عراق او افغانستان کې ملکي خلک وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): برتانوي عسکرو په خپلو اعترافونو کې منلې، چې د جګړې  او عملياتو پر مهال  يې په افغانستان او عراق کې ملکيان په نښه کړي او د ماشومانو په ګډون يې د ملکيانو وژنه اسانه هدف بللی و.

د برتانيې  ميډل ايسټ ويب پاڼې د برتانوي عسکرو له قوله لیکلي، چې په ۲۰۰۷ کال کې د پوځ قومندانانو دوی ته اجازه ورکړې وه، که ولسي سړي سره ګرځنده ټيليفون لاس کې و، يا يې  چېرته کنده ويستله او يا يې هم مشکوک حرکوته کول، دوی يې بايد ووژني.

د برتانيې شاهي ګارډ عسکر وايي، چې يوه افسر خپلو مشرانو ته منلې وه، چې يو اته کلن افغان ماشوم يې  په ډزو وژلی دی.

دغه برتانوي عسکر د افغان ماشوم په وژنه په داسې حال کې اعتراف کړی و، چې د ماشوم پلار د خپل زوی جسد د عسکرو مرکز مخته راوړی و او د خپل زوی د وژل کېدو د لامل پوښتنه يې کوله.

يوه بل تقاعد شوي عسکر ويلي، چې برتانوي عسکرو دوه تنکي ځوانان ووژل او ورسته له هغوی سره روسۍ وسلې هم کېښودې، تر څو خلک دا باور وکړي، چې وژل شوي ځوانان طالبان دي.

د پېښې عيني شاهد وايي، چې ده د برتانوي عسکرو په مرکز کې روسۍ وسلې ليدلې وې، چې د دغه ډول پېښو لپاره ساتل کېدې.

ياد عسکر ميډل ايسټ ای ته ويلي، چې دوی په عراق او افغانستان کې ګڼ شمېر ولسي خلک په دې تمه وژلي وو، چې  لوړپوړو چارواکو دوی ته ډاډ ورکړی و، چې د څېړنو پر مهال به ورسره مرستې کوي او هېڅ ډول قضايي ستونزو او ګواښونو سره به نه مخ کيږي.

د ډان ميلس په نوم يوه برتانوي عسکر په خپل کتاب کې هم ليکلي، چې قومندان به دوی ته امر کاو، د دوی پوځي اډو ته ته څېرمه مشکوک کسان په نښه کړي اګر که وسلې هم نه وي ورسره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x