افغانستان

جوزجان: ترافيکي پيښه کې اووه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): په جوزجان ولایت کې د ترافیکي پيښې له امله د یوې کورنۍ د شپږو تنو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي.

د جوزجان د والي وياند فريدون انيق وايي چې دا پيښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې د سپرليو موټر له بار وړونکي موټر سره وجنګيد.

انيق وايي چې یو کرولا ډوله موټر چې له مزارشريف څخه فارياب ته په لاره و د دې ولايت د مرکز اړوند چغچي سيمه کې له بل موټر سره ټکر کړی دی.

هغه وايي چې په دې پيښه کې ټول اووه تنه وژل شوي دي چې د درې ښځو په ګډون شپږ تنه يې د يوې کورنۍ غړي دي.

نوموړي ويلي دی چې پيښه د موټر چلونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده او زياته کړې یې ده چې د پيښې په اړه
څېړنې روانې دي.

د يادونې وړ ده چې هر کال په افغانستان کې ګن شمير خلکو ته په ترافیکي پيښو کې مرګ ژوبله اوړي او مسؤلين يې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x