
کرنې وزارت: د زعفرانو کښت او توليد کې زياتوالی راغلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د کرنۍ او مالدارۍ وزارت وايي چې د نورو کالونو په پرتله د افغانستان د زعفرانو په کښت او توليد کې زياتوالی راغلی دی.
د افغانستان د کرنۍ او مالدارۍ وازت وياند اکبر رستمي وايي چې افغانستان کې په روان لمريز کال کې تر اوسه ۱۶ ميټرک ټنه زعفران توليد شوې.
اکبر رستمي ويلي چې د تيرو دوو کالونو په موده کې د افغانستان د زعفرانو د پروسس، توليد او صادراتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی او زياته کړې يې ده چې د افغانستان ۹۰ سلنه توليد شوي زعفران به نورو هيوادونو ته صادر شي.
نوموړي وويل چې د تير کال په پرتله سږ کال د زعفرانو په کر کې سل سلنه زياتوالی راغلی دی او څرګنده يې کړه چې د کرنې وزرات په پام کې لري چې د افغانستان په څو ولایتونو کې د د زعفرانو د پروسس نوي مرکزونه هم جوړ کړي.
د يادونې وړ ده چې په هرات ولایت کې په دې وروستيو کې د زعفرانو کښت او کرونده پيل شوې ده خو په لږ وخت کې يې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
که څه هم د پخوا په څېر د زعفرانو بيې هغومره لوړې نه دي خو بیا يې هم کروند کښت او حاصلاتو ته خوښ دي او په خپلو ځمکو کې يې کري.