مبارک او سپیڅلی تحول

محمد آصف آزاد

د امریکایي یرغل د پیل شیبې، سخت حالت دی، خورا سخت. بمبارد دی او وژنې دي. د یوه کمزوري، بې وسه او د کلونو جګړو ځپلي هېواد پر خلاف نړیوال شیطاني اشر دی. د خونړي بمبارد له امله د ډېرو سیمو واک د طالبانو له کنتروله ووت.

د شیطاني اشر مشر، لوی شیطان بوش طالبانو ته یوازې دوه انتخابونه درلودل. یا به له یوې مخې وژل کېږئ او یا به مو هم ځای زندان وي. د دوی په قانون! طالب مجرم دی، ترهګر دی او نړۍ ته خطر. له طالب سره د سولې خبرې او مذاکرات نشي کېدای. ولې؟ ځکه طالب ترهګر دی او له ترهګرو سره خبرې د امریکا نړیوال حیثیت ته تاوان دی. د دوی په قانون طالب باید له منځه یووړل شي؛ هغه که په کور کې وي، یا په جومات او مدرسه کې. پروا نه کوي که هغوی هم له منځه ورسره ځي.

په همدغو وروستیو سختو ورځو کې چې د هېواد ډېری سیمې د طالبانو له لاسه وتې او پر ځای یې بهرنیان او کورني ملګري حاکمان دي، د بي بي سي راډیو خبریال ښاغلي داود جنبش له مرحوم امیرالمومنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله سره مرکه کړې. چې غالباً همدا مرکه یې ورستی هغه ده. په مرکه کې یې ملا صاحب پوښتلی چې “په دې وروستیو څو ورځو کې د ډېرو ولایتونو کنترول ستاسې د لاسونو څخه ووت، تاسې بیا هم هیله من یاست چې همدغه پوځي بریاوې به بیا ترلاسه کړئ؟”

پوهېږئ، ملا صاحب یې په ځواب کې څه وایي؟!

ملا صاحب رحمه الله یې په ځواب کې وایي چې “موږ امیدوار یو، لکه څنګه مو چې اوس دغه تحول ولید، لږ وخت بعده به بیا دا بل تحول همداسې وینی”.

الله! الله!

ښایي ډېرو ته هغه مهال د ملا صاحب دا خبره له امکانه وتلې ښکاره شوې وي. ځکه، عقل خو همدا وایي. یو خوا د وخت په عصري تکنالوژۍ سمباله مغروره او ښکروره نړۍ او بل خوا بې وسه او بې کسه طالب!

خو، ملا صاحب په خپل غالب رب تعالی ایمان درلوده، د خپل رب په کړو ژمنو یې پوره باور درلود. ځکه خو له نورو بېل دغسې ډاډه او مطمین غږېده. خو اوس موږ او هم ټوله نړۍ، دوستان او دښمنان وینو چې د ملا صاحب خبره لکه لمر رښتیا کېدونکې ده. هو، اوس هیڅوک هم ترې انکار نشي کولای. اوس هماغه تحول راتلونکی دی، چې ملا صاحب ویلي و. هو، یو مبارک او سپیڅلی تحول. هماغه طالب، چې نړۍ یې د ورکاوي لپاره اشر کړی و؛ اوس یو وار بیا د سیاست او جګړې په دواړو میدانونو کې هسک او دنګ دی. دښمنان یې کوز ګوري دي، مات دي او خپل حیثیت! یې تر پښو لاندې دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

جنت الفردوس دی ځای شه ای د موئمنانو اميره .