د  امریکا مشرانو جرګه: ټرمپ دې له افغانستانه د خپلو عسکرو په ويستلو کې بيړه نه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل):  د امريکا مشرانو جرګې غړو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی له افغانستان او سوريې د خپلو عسکرو په ويستلو کې بيړه ونه کړي، تر څو، د امریکا مخالفې وسله والې ډلې يو ځل بيا د افغانستان خاوره د امريکا پر ضد ونه کاروي.

د امريکا مشرانو جرګې اويا غړو د رایو په اکثريت له افغانستان او سوريې د امریکايي پوځيانو له ويستلو سره مخالفت کړی او يوازې ۲۴ سناتورانو د ټرمپ په ملاتړ رايې ورکړي دي.

خو ټرمپ له افغانستانه د خپلو عسکرو په ويستلو ټينګار کوي او وايي، چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې پر سم لوري روانې دي او که د دواړو خواوو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي، دی به خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

ټرمپ پر هغو سناتورانو نيوکه کړې، چې د افغانستان جګړې اوږدول غواړي او له افغانستان او سوريې د عسکرو له ويستلو سره مخالفت کوي.

ډونلډ ټرمپ وايي، چې د افغانستان اوولس کلنه جګړه د امریکا لپاره له مالي او ځاني پلوه درنه تماميږي او هېڅ ګټه يې نشته او باید دغه جګړه پای ته ورسيږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د