افغانستان

د جمعيت ګوند د رهبري شورا غړی مړ شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازی او د جمعيت ګوند د رهبرۍ شورا غړی ډاکټر ابراهيم ملک زاده د ورپيښې ناروغۍ له امله مړ شو.

نوموړی په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازی و او د طالبانو له سرسختو مخالفينو ګڼل کېده.

ډاکټر ملکزاده د جمعیت اسلامي ګوند لوړپوړی قومندان او د دغه ګوند د رهبري شوری غړی هم و.

نوموړی دوه کاله وړاندې له کابل څخه غور ولایت ته د طالبانو په وړاندې جګړې ته ورغلی و خو هلته د طالبانو تر محاصرې لاندې راغلی و.

ډاکټر ابراهيم ملک زاده دا ځل هم ولسي جرګې ته د غور ولايت څخه بريالی شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)

الله (ج)دی د دوی په مړینه کی برکت واچوی چی ګران افغانستان د شروفساد له غلو څخه پاک شی همدا د شروفساد ډله ده چی افغانستان درپه دره او خاوری په سر دی.

Karwan

عبدالولي وروره سل په سلو کي درسره همنظر يم. که دغه غله قوم پرست او تبعض اچونکي ورک يا اصلاح شي، نو بيا به که خير وي په وطن کي ټول خلک ارام ژوند ولري. په ډيره درناوي کاروان

لونګ

عبدالولی خانه: نور شر او فساد مه ورته وایه. همدا اوس ستاسو مشران همدغو د شر او فسادو سره په مسکو کی غونډی لری. وروڼه ورته ووایه شر او فساد خلاص سو.

Karwan

نه لونګ خانه داسي هم نه ده، دالري تبليغاتچيان به هتمي په جزا رسيږي او نو وخت ته مو انتظار کوي.
دمظلوم او د ظالم فرق بايد وشي. کاروان

لونګ

که ژوند وو په خیر وبه ګورو.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x