
هالنډی سیاستوال د اسلام ضد هڅې مسلمان کړ
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د هالنډ د پارلمان پخوانی غړی او د اسلام پر ضد په فرهنګي هڅو بوخت سیاستوال «یوغم فن ګلافیغن» پر اسلام مشرف شوی دی.
«ټې آر ټې» پښتو؛ ویبپاڼه لیکي دا ۳۹ کلن سیاستوال هغه وخت د اسلام په اړه حق ته ورسيد، چې غوښتل يې د اسلام پر ضد یو کتاب ولیکي.
نوموړی درې میاشتې وړاندې مسلمان شو، چې تازه يې د اسلام په دفاع کې اثر خپور شوی او په هغه کې يې ټول هغه قناعتونه وړاندې کړي چې هالنډي کفري منتقیدونو به د اسلام اړوند نیمګړي بلل.
هغه د ۲۰۱۰-۲۰۱۷ز کلونو تر منځ د هالنډ د پارلمان غړی و، چې وړاندې تر هغه يې د ازادۍ د ګوند غړیتوب هم درلود، چې د دې ګوند مشر «ګیرټ ویلډرز» د اسلام پر دښمنۍ مشهور دی.
د دې ګوند یو پخوانی غړی ا و د یووالي د ګوند غړی «ارنود وان دورن» هم شپږ کاله وړاندې پر اسلام مشرف او له ګونده بېل شو.
لوېدیځ کې وروسته له هغه د اسلام اړوند پلټونو او د نویو مسلمانانو شمېر مخ پر زیاتېدو شو، چې په ۲۰۰۱ز کال امریکا کې د سپټمبر پېښه رامنځته او لوېدیځې نړۍ اسلام ضد تبلیغات ګړندي کړل.
د اسلام دین خو یو حق دین ده دا به تول منی.
تاریخ به خپله اعجازی څېره یو ځل بیا را ښکاره کی.
یو ځل به بیا مکه د غیر مکی وګړو پواسطه فتح او دا ځل به هلته د حقیقت په نور منور قندیل ځړول کیږی.