افغانستان

ستانکزی: امنيتي ادارو کې بايد اصلاحات راشي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مرکچي ټيم مشر شېر محمد عباس ستانکزي ويلي، چې دوی له سولې وروسته په امنيتيی ادارو کې له اړتيا سره سم اصلاحات غواړي او په دې اړه يې له امريکايي استازو سره هم په خبرو کې ويلي، چې خپل پوځي وسايط او وسلې د اردو لپاره په افغانستان کې پرېږدي.

ښاغلي ستانکزي زياته کړه، چې راتلونکی نظام به د خپلې اړتيا او بودجې په اندازه خپله اردو ولري.

د طالبانو د مرکچي ټيم مشر دا څرګندونې د مسکو غونډې په څنډه کې له رسنيو سره د هغه ناسم پوهاوي پر وړاندې کړي، چې څو ورځې وړاندې يې له نن ټکی اسيا سره د يوې مرکې پر مهال ويلي و، چې اردو بايد له منځه ولاړه شي او راتلونکی نظام به نوې اسلامي اردو جوړوي.

خو ښاغلي ستانکزي اوس يو ځل بيا ويلي، چې دوی د اردو او نظام ړنګول نه غواړي، بلکې په ملي اردو، پوليسو او ملي امنيت رياست کې د ژورو اصلاحاتوغوښتونکي دي، تر څو د ولس له ملي اواسلامي ارزښتونو سره برابره وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هارون

دا خو به مو اورېدلي وي چې وایي: (( اوس دې برابر کړ جانانه)) ستانکزي صاحب ښه کار وکړ چې مسئله یې روښانه کړه. مونږ همدا وایو چې په دې حساسو شرایطو کې باید د طالبانو لوړپوړي چارواکي ډېر ځیرک او حساس اوسي او داسې څه و نه وایي چې د خلکو او پرګنو د منفي احساساتو د راپارېدو سبب شي. په درناوي

حبیبی

داخبره یی سمه ده

لونګ

دغسی بیغرته انسان غوندی خبری وکړه.
پارسی کی یو متل دی چی وایی: نکند عاقل کاری که ببار آرد پشیمانی. یعنی عاقل نباید داسی یو کار وکړی چی سبب د پښیمانی شی. ته که عاقل وای نو ولی دی اول داسی فکر نکاوو چی اوس وایی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x