افغانستان

غني: د مسکو ناسته بې ګټې او اجرايوي صلاحيت نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷سلواغې، ۱۳۹۷ل):  د ګډ حکومت مشر اشرف غني په مسکو کې د طالبانو او افغان سياستوالو په ناستې نيوکې کړي او وايي، چې دغه ناسته بې ګټې ده او اجرايوي صلاحیت نه لري.

ښاغلي غني له طلوع نيوز سره په مرکه کې وويل، چې د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد د هڅو درناوی کوي او د امریکا په نيت هم شک نه لري، خو سوله به د  افغان حکومت په مشرۍ او مالکيت کيږي.

اشرف غني وايي، چې طالبان د اوسني نظام کمزوري کول  او ړنګول غواړي، خو دوی به هېڅکله طالبانو ته دا اجازه ورنه کړي، چې  روان نظام کمزوری او يا هم ونړوي.

هغه دا هم وويل، چې د سولې لپاره له خپلې څوکۍ او سره تېر دی، خو بايد دا ورته روښانه وي، چې دا قرباني  په کومه بيه او د کومو ارزښتونو لپاره ورکول کيږي.

غني په خپلو هيجاني  څرګندونو کې د مسکو ناستې پر ګډونوالو نيوکې وکړې او زياته يې  کړه، چې دغه خلک له طالبانو سره د چا په استازيتوب خبرې  کوي؟

دی وايي، چې د سولې خبرې  بايد يوازې د افغان حکومت په مالکيت او مشرۍ وشي او که امریکا هم له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړي، هغه به اجرايوي صلاحيت ونه لري.

غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ په مسکو کې د طالبانو او افغان سياستوالو ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه پيل شوې، چې نن به هم دوام ولري.

دغې غونډې ته د طالبانو د مرکچي  ټيم مشر شېر محمد عباس ستانکزي وويل، چې د افغانستان سولې او ثبات لپاره بايد ټول افغانان په ګډه د بهرنيو پوځيانو د ويستلو لپاره هلې ځلې وکړي او تر هغه وروسته ټول سياسي ګوندونه په ګډه داسې نظام رامنځته کړي، چې اسلامي  او ملي ارزښتونه په کې نظر کې نيول شوي وي.

ستانکزي هغه خبرې هم رد کړې، چې دوی د افغانستان د ملي اردو او اداري بنسټونو نړول غواړي، بلکې ټينګار يې وکړ، چې دوی له خپلو اړتياوو او بودجې سره سم په امنيتي ادارو کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمي

ګل مرجان یې نـــــه مني
اصلي ګل مرجان خودااشرف غني وه چي دحکومت په تیره څلورکلنه دوره کې یې دهیچا خبره هم ونه منله اودهیواد اوخاورې په سریې شرمونکې معاملې وکړې
زه له افغا نانو څخه غواړم چي په اجتماعي رسنیو کې دغني لپاره داخبره بدرګه کړي چي ګل مرجان یې نه مني

غوربندي

اجرایوی صلاحیت یې دا دی چې د تېښتې په وخت به مو په هوایي ډګر کې مخنیوی وکړي او د خاین نجیب په سرنوشت به مو مبتلا کړي.

سیدزرغون شاه آغا

غ ښه صلاحیت لری. چی د خپل معاوین دعزل اختیارنلری، او مرستیال دی په خوله پیاز نه میده کوی اود یو عادی پیاده د تغیراوتبدیل صلاحیت نلری. یو څه شرم خو وکه، که شرم هم نلری

پتنګ

یاره متفکره ته خو غټ لوده یې !

عبدالواحد اڅګزۍ

په فارسی کښی متل دۍ وایی:ده به دیوانه حیران دیوانه به ده حیران یعنی لیونۍ هغه دۍ چه په فکریی ټول کلۍ لیونۍ وی آیااشرفغنی له هغوڅخه ندۍ چه په نظریی ټول ملت لیونۍ ورځی داسی نه چه تنهااشرفغنی لیونۍ دۍ ټول دده هم فکره ملحدین لیونیان دۍ باید ژرترژره محاکمه یاله ملکه وشړل سی.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x