شعـــــرونه

د امریکا ماته/ زهیب

حافظ محمد قاسم زهیب

دا دی نن مو امریکا ته ماتي ورکړه

موږ ناټو غربي دنیا ته ماتي ورکړه

 

چي یې راج په ټول عالم باندي چلیږي

مونږه ټرمپ، بوش، اوباما ته ماتي ورکړه

 

موږ روزلي د مسجد خړي حجرې یو

موږ بچو د کلیسا ته ماتي ورکړه

 

د پښو خاوري یو د هغو صحابه وو

چا چي روم، او هم کسرا، ته ماتي ورکړه

 

داچي ناست دی نازک ځوان په موټربم کي

دې و ستر ایټم والا ته ماتي ورکړه

 

مسلمه امت یې ټول خوله کي اخیستی

موږ دیوانو او بلا ته ماتي ورکړه

 

د زهیب خوږو ملګرو شاعرانو

هم ګیتار او هم سرنا، ته ماتي ورکړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x