نړۍ

اوس اوس خبرراورسیدي چي سهارنئ ډرون برید کي څه دپاسه ۴۰ کسه وژل شویدي

drone_misses_target(نن ټکي اسیا مارچ ۱۷/ ۲۰۱۱) پاکستان: نن سهار دلسو بجو شا اوخوا دشمالی وزیرستان د دته خیل تحصیل ته څیرمه امریکا یی ډرون الوتګو یو په بل پسی دوه ډرون بریدونه وکړل.
دبریدونو په نتیجه کی تراوسه پوري د ۴۰ کسانو دوژل کیدو او اوپه لسګونو نورو د ژوبل کیدو خبر ورکول شویدي.


دا بریدونه په داسي وخت کي ترسره کیږی چي تیر ماښام امریکني جاسوس دپاکستاني چارواکو له لوري خوشي کړل شو، او پاکستاني چارواکي وایی چي د دیه په ورکولو سره دوژل شویو کسانو کورنیو وژنکي بخښلي دي.
خو له بله لوری د امریکي د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن رسنیو ته ویلي، چي ریمنډ ډیوس دپاکستاني عدالت له خوا خوشي شویدي، او د پیسو د ورکړي په اړوند زه هیڅ معلومات نه لرم.
څیړونکو داسي هیله کوله چي دریمنډ ډیوس له خوشی کولو څخه وروسته به امریکایی چارواکي دپاکستان دښه نیت په بدل کي له پاکستان سره مالي او عسکري مرستي وکړي، مګر امریکا سمدستي دښه نیت ځواب په توغندیو ورکړي.
بخت الرحمن بخت

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close